ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې د نجونو يو ښوونځى سوځول شوى

کندوز کې د نجونو يو ښوونځى سوځول شوى

author avatar
20 Jul 2013 - 14:46
کندوز کې د نجونو يو ښوونځى سوځول شوى
author avatar
20 Jul 2013 - 14:46

کندوز-باميان (پژواک ٢٩ چنګاښ ٩٢): په کندوز ولايت کې دوه وسله وال مخالفين وژل شوي او د نجونو يو ښوونځى سوځول شوى دى، بلخوا په باميانو ولايت کې څلور پوليس ټپيان شوي دي.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبادالله تلوار وايي، چې وسله والو مخالفينو تېره شپه د کندوز ښار اړوند د الچي په نوم د نجونو په يوه ښوونځي کې ماينونه ځاى پر ځاى کړي او وروسته يې سوځولى دى.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وروسته د اور وژنې ټيم سيمې ولېږل شو او اور يې مړ کړ.

د تلوار په وينا، په دې اور لګېدنه کې د ښوونځي د ادارې يوه برخه زيانمنه شوې، خو اطفافيه پر وخت سيمې ته رسېدلې او د اور له پراخېدو يې  مخنيوى کړى دى.

د امنيت امر وويل، چې پوليسو د وسله والو له خوا خښ شوي ماينونه شنډ کړي، خو وايي که چېرې شنډ شوي نه واى نو زده کوونکو ته به يې ډېره مرګ ژوبله اړولې واى.

دغه ښوونځى د کندوز ښار په پنځه کيلومترۍ کې واقع دى، چې په کې په سلګونه نجونې زده کړې کوي.

بلخوا د کندوز په چاردرې ولسوالۍ کې د دوو وسله والو د وژلو او د يوه پوليس د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوى دى.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر وايي، چې دغه بريد نن سهار په يتيم سيمه کې د ملي اردو او پوليسو پر ګزمې شوى او شاوخوا يو ساعت يې دوام درلود.

د سيمې يو اوسېدونکى احسان الله وايي، چې د سيمې اوسېدونکي د يوې مرمۍ د لګېدو له وېرې خپلو کورنو ته ننوتل.

هغه وويل: “په دې نښته کې چا ته زيان نه دى اوښتى، خو په سيمه کې هره ورځ جګړې خلک تر پزې راوستي، دولت بايد دغه جګړه نوره ودروي، تر څو خلک په دې مبارکه مياشت کې ارام ژوند ولري.”

طالبانو د چاردرې د نښتې په اړه څه نه دي ويلي، خو تل يې د ښوونځيو سوځول رد کړي او ويلي يې دي، چې دوى يواځي له ښوونيز نصاب سره ستونزه لري او هېڅکله ښوونځيو ته زيانه نه اړوي.

له بلې خوا وسله والو طالبانو د باميانو ولايت د کهمرد ولسوالۍ په اشپشته سيمه کې پر يوه امنيتي پوسته بريد کړى، چې په ترڅ کې د يوه ساتمن په ګډون څلور پوليس ټپيان کړي دي.

د باميان امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو امر دويم څارن محمد حسن حبيبي پژواک ته وويل، چې وسله وال مخالفين د بغلان له تاله او برفک ولسوالۍ له لارې کهمرد ته را دننه شوي او د باميانو له مرکز ه د مرستندوى ځواکونو په لېږلو سره بېرته شا تلو ته اړ شوي دي.

هغه زياتوي، چې وسله والو سږ کال څلور ځلې له تاله او برفک څخه د کهمرد او شيبر ولسواليو سرحدي پوستې په نښه کړې او پوليس په دې توانېدلي، چې هغوى بېرته پر شا وتنبوي.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې په کهمرد ولسوالۍ کې يې يوه پوسته له پوليسو نيولې او پوليسو ته يې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.