ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي پېښو کې لس تنه وژل شوي

امنيتي پېښو کې لس تنه وژل شوي

author avatar
21 Jul 2013 - 11:16
امنيتي پېښو کې لس تنه وژل شوي
author avatar
21 Jul 2013 - 11:16

ښرنه (پژواک،٣٠ چنګاښ ٩٢): د پکتيکا په مرکز ښرنه، ارګون او ګيان ولسواليو کې د بېلابېلو امنيتي پېښو پر مهال شپږ پوليس، دوه ملکي وګړي او دوه وسله وال وژل شوي دي.

په ارګون کې د پنځم سرحدي کنډک درستيزوال يارګل د چنګاښ په ۳۰ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه د ارګون ولسوالۍ د پيرکوتي په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو او وسله والو تر منځ نښته وشوه، چې وروسته پوليسو د هوايي ځواک مرسته وغوښته.

د يارګل په خبره، د ايساف په هوايي بريد کې دوه ملکي وګړي، چې يوه مېرمن او بل يې خاوند دی، وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا، پرون مازديګر د ارګون سرحدي کنډک ته څېرمه د ملي امنيت او سرحدي ځواکونو دوه موټرسايکل سپاره، چې غوښتل يې ريموټ کنټرول ماين د اورګون بازار ته ولېږدوي، تر پېژندلو وروسته ووژل.

دغه راز د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ پژواک اژانس ته وويل، چې تېر مازديګر وسله والو د ګيان په ولسوالۍ کې د ملي پوليسو پر امنيتي پوسته بريد وکړ.

د ځدراڼ په خبره، په دغه بريد کې څلور پوليس وژل شوي، خو د مقابل لوري د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

امنيه قوماندان وايي، د ښرنې او مټاخان لارې د ساتنې د يوې پوستې دوه پوليس، چې پر موټرسايکل سپاره وو، ماښام د روژه ماتي پر مهال د وسله والو په بريد کې ووژل شول.

وسله والو طالبانو په ښرنه کې د دوو پوليسو د وژنې پړه پر غاړه اخيستې ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې يو د ابراهيمزو د امنيتي پوستې قوماندان و، خو په ارګون کې د دوو طالبانو په وژل کېدو يې ناخبري وښوده.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.