ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې ١٦وسله وال طالبان ووژل شول

په کندهار کې ١٦وسله وال طالبان ووژل شول

author avatar
21 Jul 2013 - 15:34
په کندهار کې ١٦وسله وال طالبان ووژل شول
author avatar
21 Jul 2013 - 15:34

کندهار ښار ( پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٢ ) : دکندهار چاروکي وايي ،چې په پنجوايي ولسوالۍ  کې تېره شپه د ځانګړو افغان ځواکونو او ملي پوليسو د ګډو چاڼيزو عملياتو پر مهال ١٦ طالبان وژل شوي دي.

د کندهار ولايت مقام د مطبوعات دفتر مسوول جاوېد فيصل د چنګاښ په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه څلور بجې ځانګړو افغان ځواکونو له ملي پوليسو سره يو ځاى د يادې ولسوالۍ د قاسم رباط، ملااشرف او ملا دولت په کليو کې ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل .

هغه زياته کړه چې ددې عملياتو په ترڅ کې ١٦ وسله وال طالبان ووژل شول، چې د وژل شوو طالبانو مړي اوس  هم په سيمه کې پاتې دي .

د سرچينې په وينا، ويل کېږي، چې په وژل شويو طالبانو کې دهغوى دوه  مهم قوماندانان هم شامل دي.

فيصل وايي، چې له طالبانو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي او په دې عملياتو کې ګډو ځواکونو او عامو وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د يوه بل خبر له مخې، نن تر غرمې مخکې ددې ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې چاودنه شوې ، چې له امله يې پنځه ملکي وګړي  ژوبل شوي دي.

جاوېد فيصل وايي، چې دغه چاودنه د يادې ولسوالۍ د موټرو  په اډه کې تر غرمې مخکې په لسو بجو په داسې حال کې شوې، چې د خلکو ګڼه ګوڼه زياته وه.

د هغه په وينا، په دې چاودنه کې ديوه ماشوم په ګډون پنځه  عام وګړي ټپيان شوي، چې د پوليسو له خوا ځايي روغتون ته وړل شوي دي.

د سپين بولدک ولسوالۍ يو تن موټر چلوونکى سيد کريم وايي ، چې په چاودنه کې لارويان او د موټرو چلوونکي ټپيان شوي دي.

د يادوني ده ، چې تېر ماښام په ارغنداب او پنجوايي ولسواليو کې د ماين چاودنو له امله پنځه عام وګړي ووژل شول او درې نور ټپيان شوي وو.

ددې چاودنو په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.