غزني (پژواک ٣١ چنګاښ ٩٢): تېره ورځ د غزني د سلطان بند په اوبو کې دوه وسله والو طالبان د لامبو وهلو پر مهال غرق شوي، وروسته طالبانو ګواښ کړى، که يې د ملګرو مړي پيدا نه شي بند به والوځوي.
د غزني مرستيال والي محمدعلي احمدي د چنګاښ په ٣١مه پژواک اژانس ته وويل، طالبانو د بند ساتونکو ته ويلي، چې د بند دروازې خلاصې کړي، کنه د سرغړونې په صورت کې به يې پر بمونو والوځوي. نوموړى وايي، چې د بند دوه دروازې پرانيستل شوي او نيمې اوبه يې وتلي، خو د غرق شوو طالبانو مړي لا هم نه دي موندل شوي. د احمدي په وينا، طالبانو ګواښ کړى که تر نن ماسپښينه يې د ملګرو مړي ونه موندل شي د بند درې واړه دروازې به پر بمونو والوځوي. دغه راز په غزني کې د اوبو د تنظيم ادارې رييس انجنير شفيق هم وايي، چې طالبانو په زور د بند دوه دروازې پرانيستې او د بند نيمې اوبه وتلې دي. هغه زياتوي، چې تېره ورځ د لامبلو پر مهال دوه طالبان غرق شوي، اوس يې ملګري هڅه کوي، چې د بند اوبه وباسي او د خپلو ملګرو مړي پيدا کړي. نوموړى زياتوي، چې طالبانو ګواښ کړى که د بند اوبه ټولې ونه ايستل شي دوى به د بند دروازې والوځوي. د سلطان بند د غزني له ښاره شمال لور ته ٢٢ کيلومتره لرې د ميدان وردګو د جغتو او د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ تر منځ پروت دى.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن