ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نورستان په وانت وايګل کې د وسله والوطالبانو پرضد پاڅون وشو

author avatar
23 Jul 2013 - 18:01
author avatar
23 Jul 2013 - 18:01

 جلال اباد(پژواک ،دزمري لومړۍ نيټه٩٢): ځاي خلک او چارواکي وايي ، چې   دنورستان د وانت وايګل په  ولسوالۍ کې يوشمير کسانو د وسله والوطالبانو پرضد پاڅون کړى دى.

  دنورستان ولايتي شورا غړى ډاکتر شمس الدين اصلزي نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د دغې ولسوالۍ د اوسيدونکو او وسله والو تر منځ جګړه رامنځته شوې وه، چې له امله يې دوه وسله وال وژل شوي او اوه نور ټپيان شوي وو او  درې تنه يې ژوندي نيول شوي وو.

 دى وايي، چې له دې وروسته د وانت وايګل خلکو٢٠٠ تنه ځوانانو ته لارښوونه کړې، چې  له دغې ولسوالۍ وسله وال طالبان وشړي .

 دوانت وايګل يوتن قومي مشر غلام نبي پژواک ته وويل ، چې دوى نور په دغې ولسوالۍ کې د وسله والو له ظلمونو تنګ شوي دي او هوډ يې کړى، چې نور به په دغه ولسوالۍ کې وسله وال نه پريږدي.

 دى وايي:(( تر څو پورې به موږ وسله وال ځوروي او تر څو به راته مشکلات پيدا کوي، نور موږ تنګ شوي يو.))

 نوموړى له دولته غواړي،  چې د پاڅون کوونکو سره دې مرسته وکړي ،تر څو له خپلې ولسوالۍ په ښه ډول ساتنه وکړي..

 د نورستان مرستيال والي فيض محمد ميرزا زاده پژواک ته وويل، د وايګل ولسوالۍ د کليوالي شورا ګانو يو شمير استازي څه موده وړاندې د وسله والو له لوري نيول شوي وو، چې د ولسوالۍ اوسيدونکي يې پاڅون کولو ته اړ شوي دي.

 ده زياته کړه: (( خلک نور د وسله والو څخه په تنګ شوي وو نو ځکه يې پاڅون وکړ.))

 د ده په وينا، د نورستان ولايتي اداره د پاڅون کوونکو ملاتړ کوي او په هر وخت کې د هغوى مرسته کوي.

بل خوا بيا د وسله والو طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد، په وايګل ولسوالۍ کی د پاڅون خبره ردوي ،خو وايي، چی تېره ورځ طالبانو په وايګل کې له محلي پوليسو سره نښته کړې، چې دواړو لورو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده .

 دا په داسې حال کې ده ، چې شاوخوا يو کال وړاندې د نورستان په کامديش ولسوالۍ اوسيدونکو هم د وسله والوطالبانو پر ضد پاڅون کړى و.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.