کابل (پژواک ٢ زمرى ٩٢): د نشه يې توکو او مسکراتو پر ضد د عدلي او قضايي مرکز استيناف محکمې د نشه يي توکو د قاچاق په تور ١٢ تنو ته تر٢٠ کلونو پورې د تنفيذي بند سزا واوروله.
د دې ادارې وياند احمد خالد موحد وايي، چې پوليسو دغه کسان په نيمروز، بادغيس، جوزجان، بدخشان، تخار، ننګرهار او بلخ ولايتونو او د کابل ولايت په سروبي ولسوالۍ کې د نشه يي توکو او الکولي مشروباتو د قاچاق پر مهال نيولي دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له ٤١ کيلوګرامه زيات هيرويين، ٨٣ کيلو ترياک، ١٢٣ کيلو چرس او٦٠ بوتله شراب يې له هغوى څخه ترلاسه کړي دي.
موحد زياته کړه، چې د استيناف محکمې د عدلي او قضايي ادارې له بېلابېلو قضايي غونډو وروسته تورنو کسانو ته له ٢ کلونو څخه تر ٢٠ کلونو پورې د تنفيذي بند سزا ورکړل شوه.
يادې محکمې تېره اونۍ هم ١٩ کسانو ته د نشه يي توکو د قاچاق په تور له ٧ کلونو تر ١٨ کلونو پورې د تنفيذي بند سزا ورکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال په لومړيو درېيو مياشتو کې ٢٣٠ کسان د ١٠ دولتي مامورينو او ٣ بهرنيو وګړو په ګډون د مسکراتو او نشه يي توکو د استيناف محکمې له خوا تر ٢٠ کلونو بند پورې مجازات شول او درې تنو نورو ته يې د کافي دلايلو د نه شتون له امله برائت ورکړ.
د ملګروملتونو د جرمونواو له نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې (UNODC) د يوه تازه راپور پر بنسټ، افغانستان د شاوخوا يو ميليون روږدو کسانو په درلودلو د ترياکو تر ټولو لوى توليدوونکى هېواد ګڼل کېږي او په ٢٠١٢ کال کې يې د نړۍ ٧٤سلنه ترياک توليد کړي وو.
په راپور کې راغلي، په افغانستان کې د کوکنارو په کروندو کې د يوې ناروغۍ خپرېدو له امله په ٢٠١٢ کال کې د ترياکو په نړيوال توليد کې ٣٠سلنه کموالى راغلى دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن