ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دوو پاکستانيانو په ګډون ١٢ وسله وال وژل شوي

د دوو پاکستانيانو په ګډون ١٢ وسله وال وژل شوي

author avatar
24 Jul 2013 - 12:03
د دوو پاکستانيانو په ګډون ١٢ وسله وال وژل شوي
author avatar
24 Jul 2013 - 12:03

غزني ښار (پژواک ٢ زمرى ٩٢): د غزني او ميدان وردګو ولايتونو مسوولينو په يو لړ عملياتو کې د دوو پاکستانيانو په ګډون د ١٢ وسله والو د وژلو خبر ورکړ.

د غزني امنيتي چارواکي وايي، چې د اندړو ولسوالۍ په يوه جومات کې د چاودنې له امله څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف سلطاني پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د اندړو ولسوالۍ د جوی شش په سيمه کې په يوه جومات کې د ماين چاودنه رامنځته شوې ده.

د هغه په وينا، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې وسله والو طالبانو له خپلو ځانونو سره ماينونه جومات ته وړي وو.

سلطاني وايي، چې په دې چاودنه کې د دوو پاکستانيانو په ګډون څلور وسله وال وژل شوي او جومات هم زيانمن شوى دى.

د محمد اکرم په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې ياد وسله وال له تراويح لمانځه وروسته په داسې حال کې جومات ته راغلل، چې ماينونه هم ورسره وو.

دى وايي، چې چاودنه د شپې دوولس بجې شوې او يواځې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بلخوا په ميدان وردګو ولايت کې هم د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د اتو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوى دى.

د والي وياند عطاءالله خوګياڼي پژواک اژانس ته وويل، چې دغه عمليات د جلرېز ولسوالۍ په اسمعيل خېلو سيمه کې تېره شپه ترسره شوي دي.

د هغه په وينا، په عملياتو کې اوه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

خوګياڼي دغه راز زياته کړه، چې په سيداباد ولسوالۍ کې هم يو وسله وال وژل شوى، درې نور ژوبل شوي، وسلې او مهمات هم ورڅخه ترلاسه شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي، خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد د غزني او ميدان وردګو په بېلابېلو سيمو کې د يو شمېر کورنيو سرتېرو د مرګ ژوبلې خبر ورکړى دى.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.