ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شينډنډ مامورين دندو ته نه ځي

د شينډنډ مامورين دندو ته نه ځي

author avatar
24 Jul 2013 - 11:59
د شينډنډ مامورين دندو ته نه ځي
author avatar
24 Jul 2013 - 11:59

هرات (پژواک، ٢ زمرى ٩٢): د هرات چارواکي مني، چي د شينډنډ ولسوالۍ ډېرى مامورين دندو ته نه ځي او خلک خپلې اداري ستونزې ۱۴۰ کيلومتره لرې په هرات ښار کې حل کوي.

د هرات والي فضل الله وحيدي د هغې ولسوالۍ د يو شمېر استوګنو له شکايت وروسته پژواک خبري اژانس ته دا ومنله، چې دندو ته د مامورينو نه حاضرېدل په شينډنډ کې د بې ثباتۍ او پر امنيت د نه باور عامل شوی دی.

والي د زمري په ٢مه پژواک ته وويل، شينډنډ ته د خپل سفر پر مهال ورته څرګنده شوه، چې په دې ولسوالۍ کې حکومتوالي کمزورې او خلکو ته اسانتياوې نشته.

هغه زياته کړه، چې د شينډنډ د ودې او پرمختګ لپاره به کار کوي او خلکو ته به په پراختيايي کارونو کې د کار زمينه برابروي.

والي زياتوي، چې دندې ته د مامورينو نه تګ نا امني بلل شوې وه، خو نوموړى زياتوي، چې دا پلمه بې بنسټه ده او له دې وروسته به مامورين په منظم ډول خپلو دندو ته ځي او مرستندويه ټولنې به وهڅوي ، چې پراختيايي کارونه پيل کړي.

شينډنډ د هرات سوېل ختيځ ته په ۱۴۰ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده، چې د هرات د نورو سيمو په پرتله ورته لږه پاملرنه شوې ده.

د محمد کريم په نوم يوه کروندګر پژواک ته وويل، په شينډنډ کې د قاضي او څارنوال د نشتوالي له امله يې د يوې کوچنۍ حقوقي موضوع د حل لپاره درې ځلې هرات ښار ته سفر کړى دى.

هغه زياتوي: ((په کومه موضوع چې لاسليک لپاره هرات تلم دومره ارزښت يې نه لاره لکه هره ورځ چې به مې د سفر لګښتونه پرې کول.))

د شينډنډ ولسوال لعل محمد عمرزی، چې شاوخوا يوه اونۍ مخکې د ولسوال په توګه يې دنده پيل کړې پژواک ته وويل، چې د پخوا په پرتله ستونزه کمه شوې او له تېرې يوې اونۍ مامورين دندو ته ورځي.

هغه وايي، زما د کار په لومړيو ورځو کې ډېرى ادارې تړلې وې، خو اوس د ولسوالۍ اداره منظمه شوې ده.

د ولسوال په وينا، د قضا او څارنوالۍ څانګې به هم ډېر ژر فعالې شي او خلک به په اسانۍ سره  وکولى شي، چې خپلې ستونزې په ولسوالۍ کې حل کړي.

شينډنډ د هرات د نورو ولسواليو په پرتله پراخ مساحت او شاوخوا ٧٠٠ زره نفوس لري. تېر کال يادې ولسوالۍ ته د ولسمشر کرزي د سفر پر مهال خلکو وغوښتل، چې دغه ولسوالي دې ولايت شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.