کابل (پژواک ٢ چنګاښ ٩٢): د امريکا استخباراتي ادارې (سي اى اې) غواړي په افغانستان کې خپل پټ مرکزونه وتړي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امريکا د استخباراتي او ملکي چارواکو په حواله خبر ورکړى، چې سي اى اې دغه کار له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو له وتلو سره سم پيلوي.
ټاکل شوې دامريکا په ګډون د ناټو غړو هېوادونو نړيوال ځواکونه د ٢٠١٤ کال تر پايه له افغانستان څخه ووځي.
سرچينې زياته کړې، چې د امريکا استخباراتي ادارې سي اي اې غواړي نور په دې سيمه کې له څو لسيزو روانې سړې جګړې څخه ځان اوباسي.
په راپور کې راغلي، چې دا مهال يادې استخباراتي ادارې په افغانستان لسګونه پټې او ښکاره اډې لري او په پلان کې لري، چې تر راتلونکو دوو کلونو ددې اډو او مرکزونو شمېره د درېيو او شپږو ترمنځ کچې ته راټيټه کړي.
امريکايي چارواکو ويلي، چې که څه هم دغه کار د پلان له مخې ترسره کوي، خو دوى وېره څرګنده کړې ، چې اوس هم په پاکستان کې د القاعدې شبکه فعاله ده.
د دوى په وينا، دامريکا په بې پيلوټه هوايي بريدونو کې په قبايلي سيمو کې د القاعدې ګڼ شمېر مشران وژل شوي، خو اوس هم دغه يو ډول سرخوږى دى.
د يادونې ده، تر اوسه په افغانستان کې د سي اى اې پر دوو لويو مرکزونو بريدونه هم شوي دي، څو کاله مخکې په خوست ولايت کې په شوي بريد کې د دې شبکې اته مهم غړي ووژل شول.
دغه راز تېره مياشت په کابل کې هم د دغې استخباراتي ادارې پر دفتر ډله ييز بريد شوى و.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن