پل علم- لښکرګاه-اسعد اباد (پژواک ٣ زمرى ٩٢): چارواکي وايي، چې په ځينو ولايتونو کې د امنيتي پېښو له امله دوه پوليس او د يوه طالب قوماندان په ګډون لس تنه وژل شوي دي.
دغه پېښې په لوګر، هلمند او کونړ ولايتونو کې رامنځته شوې دي.
د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش د زمري په ٣مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار د افغان ځواکونو په هوايي بريد کې د يوه قوماندان په ګډون څلور وسله وال وژل شوي دي.
هغه زياتوي، چې ملا سميع الله له خپلو درېيو ملګرو سره د پادخاب سيمې په يوه کور کې وژل شوى دى.
نوموړى زياتوي، چې ملا سميع الله په وژنو،چاودنو او سله والو بريدونکو کې لاس درلود او شاوخوا لس ورځې مخکې د هغو اتو کارګرو په وژنه کې هم ښکېل و ، چې د بهرنيو ځواکونو له يوه مرکزه د خپلو کورونو پر لور روان وو.
د يو بل خبر له مخې، نن غرمه شاوخوا ١١ بجې د لوګر پر امنيه قوماندانۍ شپږ راکټونه ولګېدل، چې له امله يې يو پوليس ووژل شو او شپږ تنه ټپيان شول.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د روغتيايي برخې مشر ډاکټر شېردلى وايي، چې په دغه بريد کې د قوماندانۍ ودانۍ ته هم زيان اوښتى دى.
دغه توغندي د پل علم له سوېل لوېديځې څنډې توغول شوي، چې د قوماندانۍ له لوري د راکټونو د ويشتلو پر سيمه د هاوان ځوابيه ډزې شوې دي.
د سيمې يو اوسېدونکى رفيع الله وايي، چې د بابوس پر سيمه د قومانداني له لوري شاوخوا ٥٠ راکټونه ويشتل شوي او زياتوي چې يو راکټ پر يوه کور لګېدلى، خو ځاني زيان يې نه دى اړولى.
دغه راز هغه زياتوي، چې د هلمند په نادعلي کې د ځانمرګي واسکټ د چاودنې له امله درې مخالفين وژل شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل، دغه پېښه تېره شپه د سيداباد کلي په يو کور کې په داسې حال کې رامنځته شوه، چې د ځانمرګي واسکټ اغوستلو پر مهال د واسکټ د چاودېدو له امله درې تنه وژل شوي دي.
همدارنګه په يو بل خبر کې راغلي، تېره شپه د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د پوليسو او وسله والو تر منځ نښته کې يو پوليس او درې وسله وال وژل شوي دي.
د کونړ د امنيه قوماندانۍ سرپرست سمونوال عبدالقادر وايي، چې تېره شپه وسله والو د ګرمول په سيمه کې پر امنيتي پوسته بريد وکړ، چې په پايله کې يې ياده مرګ ژوبله رامنځ ته شوه.
د ده په وينا، په پېښه کې يو پوليس ټپي شوى هم دى او دغه راز د يو بريد کوونکي مړى د جګړې په سيمه کې پاتې دى.
طالب وياند په لوګر کې په هوايي بريد کې د خپلو دوو ملګرو د وژل کېدو خبره مني، خو د هلمند او کونړ د پېښو په اړه يې څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن