ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د باميانو والي خپله جايزه د افغانستان د خلکو جايزه بولي

د باميانو والي خپله جايزه د افغانستان د خلکو جايزه بولي

author avatar
25 Jul 2013 - 18:03
د باميانو والي خپله جايزه د افغانستان د خلکو جايزه بولي
author avatar
25 Jul 2013 - 18:03

 باميان (پژواک ٣ زمرى ٩٢): د هېواد په کچه يواځينۍ ښځينه والي حبيبه سرابي د ” رامون مګسيسي” جايزې ګټل يواځې د خپل ځان نه، بلکې هغه د افغانستان د خلکو جايزه بولي.

دغه جايزه د فليپين د ولسمشر رامون مګسيسي په نوم، چې په ١٩٥٧ ميلادي کال کې يې  په يوه هوايي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړ، ياديږي.

 د رامون مګسيسي سازمان، چې مقر يې د فليپين په پلازمېنه مانيلا کې دى، دغه جايزه هغو کسانو ته ورکوي، چې په ټولنه کې يې مثبت بدلونونه راوستي وي.

  مېرمن سرابي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه جايزه نوموړې ته د ښې حکومتدارۍ، د امنيت، چاپيريال ساتنې او د ښوونې او روزنې  په برخه کې، چې پکې ٤٥ سلنه د باميانو نجونو ښوونځيو ته لاره ومونده او نورو برخو کې د ورته خدمتونو په بدل کې ورکړل شوې ده. 

هغې زياته کړه،دا جايزه ښيي، چې ښځې په خپلو ټولو اجراييوي برخو کې بريالۍ دي،د افغانستان په حکومت کې د ښځو د شتون له امله ، دغه حکومت مخکښ دى  او نړېواله ټولنه په دې باور ده، چې افغان دولت په اجرائيوي برخو کې ښځو ته ښه ونډه ورکړې ده.

د باميانو والي څرګنده کړه: ” دا جايزه يواځې زما اړونده نه ده، بلکې د افغانستان په هر وګړي پورې تړلې او داسې نه احساسوم، چې ګواکې يواځې په ما پورې اړونده ده.”

دغه راز ولسمشر کرزي هم د باميانو والي حبيبې سرابي ته د رامو مګسيسي جايزې د تر لاسه کولو مبارکي ويلې ده.

 په هغه خبرپاڼه کې، چې د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک ته رالېږل شوې راغلي، چې ولسمشر له دې موضوع څخه د خبرېدو پر مهال د باميانو له والي سره ټيليفوني اړيکه نيولې او نوموړې ته يې د دې جايزې د تر لاسه کولو مبارکي ويلې ده.

 ټاکل شوې، چې د رامون مګسيسي جايزه د زېږديز کال د راتلونکې مياشتې په ٣١ مه د دې ګټونکو ته وسپارل شي.

مېرمن سرابي د باميانو ولايت له والي توب څخه مخکې، له ١٣٨١ کال څخه ١٣٨٣ کال پورې د حامد کرزي په رژيم کې د ښځو چارو د وزيرې په توګه دنده تر سره کړې ده.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.