ښرنه (پژواک، ٣ زمرى ٩٢): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د “صميم” په نوم د يوه لوبغالي چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د پکتيکا والي محب الله صميم په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې وويل، دغه لوبغالى له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د اووه سوه زرو امريکايي ډالرو په مالي لګښت له هغې کلنۍ بوديجې جوړ شوى، چې ولايتونو ته د کوکنارو د نه کرلو په بدل کې ورکول کېږي.
نوموړي د ياد لوبغالي جوړېدل د لوبو په برخه کې په پکتيکا کې يو نوى پرمختګ وباله او زياته يې کړه، دغه نوى جوړ شوى لوبغالى د لوبغاړو لپاره ټولې اسانتياوې لري.
د پکتيکا ورزشي امر محمدالله پژواک خبري اژانس ته وويل، د لوبغالي د جوړېدو چارې په دوو کلونو کې بشپړې شوې دي.
نوموړي زياته کړه، د لوبو دغه ميدان په نړيوال معيار جوړ شوى او د فوټبال، واليبال او باسکټبال لوبغاړو لپاره د لوبو کولو بېلابېلې برخې لري.
د ده په خبره، په ياد لوبغالي کې په يوه وخت کې ۳۲۳۰ تنه د لوبو ننداره کولى شي.
په همدې حال کې د پکتيکا د قومونو متحدې عالي شورا مشر مولوي معصوم خيروي دغه لوبغالى د “صميم” په نامه ونوماوه.
ده پژواک ته وويل، ياد لوبغالى يې ځکه د “صميم” په نوم نومولى، ترڅو نور چارواکي ښې حکومتوالۍ ته وهڅول شي.
هغه زياته کړه: “د پکتيکا والي محب الله صميم په تېرو درېيو کلونو دې ولايت لپاره د امنيت، پوهنې، روغتيا، رغونې، ښې حکومتوالۍ، د فساد مخنيوي او قومي جوړښتونو په برخه کې ډېر څه ترسره کړي، چې له امله يې د پکتيکاوالو ژوند ښه شوى دى.”
په پکتيکا کې د فوټبال لوبې يوه لوبغاړي قلندر پژواک اژانس ته وويل، د دې لوبغالي په جوړېدو سره به د اوسمهال لپاره د لوبو په برخه کې د لوبغاړو ستونزې کمې شي.
نوموړي له چارواکو غوښتنه وکړه، ترڅو لوبغاړو او ځوانانو ته په هره برخه کې اسانتياوې برابرې کړي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن