ګردیز( پژواک ۳ زمری ۹۲ ) د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له روژه ماتي لږ مخکې د چاودنې له امله ۱۴ تنه ټپیان شوي دي.
دا چاودنه د زمري په ۳مه، د ماښام په شپږ نیمو بجو د ګردیز ښار په مرکزي څلور لاري کې وشوه.
ددې ولایت یوې امنیتي سرچینې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، پژواک ته وویل چې چاودیدونکي توکي په یوه بایسکل کې ځای پر ځای شوي وو.
سرچینې زیاته کړې، کله چې د پولیسو یو رنجر له سیمې څخه دتیریدو په حال کې و، نو د ریموټ کنټرول په وسیله چاودنه وشوه.
دغه امنیتي سرچینه وایي چې په چاودنه کې ۱۲ تنه ټپیان شوي ، چې ډیری یې ملکي وګړي دي.
د ګردیز د ملکي روغتون سرطبیب ډاکټر حیا ګل پکتین پژواک ته وویل چې له چاودنې څخه دوی ته ۱۲ تنه ټپیان راوړل شوي چې پنځه یې پولیس او پاتې نور یې عام وګړي دي.
هغه ددوو ملکي ټپیانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ وباله.
ددې چاودنې مسولیت تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستې.
په روانه اونۍ کې دا څلورمه چاودنه ده چې په دې ولایت کې ترسره کیږي،څو ورخې مخکې هم په ګردیز ښار کې چاودنې ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن