غزني ښار(پژواک، ۴ زمری ۹۲) : د غزني په ښارکې ديوه قوماندان په ګډون پنځه وسله وال طالبان ووژل شول، بلخوا په جاغوريو ولسوالۍ کې يوه پيغله نجلۍ هم وژل شوې ده.
چارواکي وايي، چې دبهرنيوځواکونو له لوري د غزني ښار په ګوډولوسيمه کې د وسله والوطالبانو په يوه ګروپ باندې هوايې بريد شوی ، چې په کې د محاذپه نوم دسيمه ييز طالب قوماندان په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي .
د غزني د والي سکرټر نبې جان پژواک ته وويل، چې دغه هوايي بريدتېره ورځ ناوخته ترسره شوی.
د ده په خبره، په دې عملياتوکې افغان ځواکونو برخه نه درلوده ، بهرنيوځواکونوپه يواځې هوايې بريدترسره کړی دى.
نبي جان وايي، چې محاذ قوماندان د ښارپه ناامنيوکې پوره لاس درلود،خوتېره ورځ له خپلو ملګروسره ووژل شو.
دنبې جان په خبره ، په دې هوايې بريدکې ملکي وګړو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د سيمې اوسېدونکي هم ياد هوايي بريداوپکې د وسله والوطالبانووژل کېدل مني، خو وايي، چې له بريد څخه وروسته پوليس سيمې ته ورغلي، د وژل شويو وسله والوطالبانوجسدونه او پنځه ملکي وګړي يې له ځانه سره وړي دي.
هغه وويل ، چې نن له غرمه مخکې ۱۱ بجې ديادې سيمې زيات شمير اوسېدونکي دغزني امنيه قوماندانۍ مخې ته داعتراض په ډول راټول شوی وو، څو دوژل شويو وسله وال طالبانوجسدونه او هغه پنځه تنه، چې تېره ورځ پوليسوله هوايي بريدڅخه وروسته نيولي وو، دوى ته وسپاري .
دسيمې يوتن اوسېدونکي شريف الله پژواک ته وويل: (( له بمبار وروسته پوليس راغلل جسدونه او پنځه تنه نيول شوي کسان يې له ځانونوسره يووړل ، چې نيول شوي ټول ملکي خلک دي.))
پژواک هڅه وکړه ، چې په دې اړه دامنيتې چارواکو نظر واخلي، خو بريالی نشو.
ديوبل خبرله مخې، د غزني د جاغوريو ولسوال ظفرشريف وايي، چې تېره شپه په دې ولسوالۍ کې د ناپېژاندوکسانوله لوري يوه ځوانه نجلۍ وژل شوې ده .
نوموړی وايي، چې تراوسه روښانه نه ده ، چې دا نجلۍ ولې او دچا له لوري وژل شوې ده.
خو ولسوال زياتوي، چې په دې تور يې دسيمې يوتن نيولی ده، چې اوس مهال ترې پوښتنې روانې دي .
ياده دې وې، چې په دې وروستيوکې په غزنې کې دبهرنيوځواکونوله لوري هوايې بريدونه زيات شوي، چې د وسله والوطالبانو د وژل کېدوترڅنګ پکې ملکي کسانوته هم مرګ ژوبله اوړي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن