ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
26 Jul 2013 - 12:08
وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
author avatar
26 Jul 2013 - 12:08

جلال اباد( پژواک، ٤ زمرى ٩٢) : د ننګرهار ولايت په يوه سرحدي پوسته د وسله والو طالبانو په بريد کې ، دوه وسله وال طالبان وژل شوي، څلور طالبان او درې پوليس ټپيان شوي دي .

د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزي نن د (زمري په ٤مه ) پژواک اژانس ته وويل ، چې وسله والو مخالفينو تېره شپه يوه بجه د هسکې مېنې د ګورګوري پريوې پوستې بريد وکړ .

نوموړى وايي ، چې پوليس وتوانېدل ، چې د وسله والو مخالفينو دغه بريد په شا وتمبوي.

  ده وويل ، چې په دغه بريد کې دوه وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپيان دي او دغه راز  درې پوليس هم ټپيان شوي دي.

د پېښې په ځاى کې د پوليسو يوه قوماندان ، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي ، پژواک ته وويل ، چې  د وسله والو څلور مړي په سيمه کې  پاتې دي.

سرچينې د ټپي پوليسو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله .

 له بلې خوا وسله اوالو طالبانو ادعا کړې ، چې پر يادې پوستې د بريد په ترڅ کې  يې اوو تنو پوليسو ته  مرګ ژوبله اړولې ده .

د وسله والو طالبانو له خوا پژواک اژانس ته  په رالېږل شوي  ايميل کې ويل شوي ، چې ياد بريد تېره شپه  ١٢بجې تر سره شوى او په ترڅ کې يې درې پوليس وژل او څلور نور يې ټپيان کړي دي.

همدارنګه دوى په دغه بريد کې د خپل يوه ملګري د وژل کېدو خبر هم ورکړى دى.

هسکه مېنه ولسوالۍ د جلال اباد ښار سوېل ختيځ لورته په ٦٠کيلومترۍ کې پرته ده .

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.