ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سمنګان والي د ماين په چاودنه کې ټپي شو

د سمنګان والي د ماين په چاودنه کې ټپي شو

author avatar
27 Jul 2013 - 09:28
د سمنګان والي د ماين په چاودنه کې ټپي شو
author avatar
27 Jul 2013 - 09:28

ايبک (پژواک ٥ زمرى ٩٢): د سمنګان ولايت والي خيرالله انوش نن سهار له پنځو تنو نورو سره د ماين په چاودنه کې ټپي شو.

د سمنګان امنيه قوماندان پاسوال محمداکرم بهزاد نن (د زمري ٥مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، د ريموت کنترول د ماين دغه چاودنه نن سهار هغه مهال ترسره شوه، چې والي له کور څخه د دفتر پر لور روان و.

بهزاد زياته کړه، چې په دې پېښه کې والي له دوو ساتونکو او د ښوونځي له دوو زده کوونکو سره ټپي شوى دى.

امنيه قوماندان د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله او زياته يې کړه، چې د سمنګان والي د سر اوږې او پښې په برخو کې ټپي شوى دى.

په ورته وخت کې د سمنګان د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالحميد پژواک ته وويل، چې د والي په ګډون پنځه ټپيان روغتون ته ور وړل شوي دي.

هغه هم د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.

د پژواک خبريال د پېښې له ځايه په خپل راپور کې وايي، چې د والي لېږدوونکى رينجر موټر هم په چاودنه کې زيانمن شوى دى.

د دې پېښې مسووليت وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال اسدالله شيرزاد هم له يوې چادنې روغ وتلى دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.