اسعداباد (پژواک ٥ زمرى ٩٢): په کونړ ولايت کې د ځينو امنيتي پېښو پر مهال د شيګل لپاره د طالبانو ولسوال او درې عام وګړي وژل شوي دي.
د کونړ والي شجاع الملک جلاله د زمري په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون مازديګر د ناټو په بې پيلوټه هوايي بريد کې د شيګل ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال واحدالله چې په خاکسار مشهور و، وژل شوى دى.
هغه زياته کړه، چې په دغه هوايي بريدکې د خاکسار يو وسله وال هم وژل شوى دى.
د کونړ والي دا هم وويل، چې تېره شپه وسله والو په سرکاڼو ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر يوه مرکز بريد کړى و.
د نوموړي په وينا، د بريد پر مهال ځينې مرمۍ د خلکو په کورونو لګيدلې چې له امله يې د دوو ماشومانو په ګډون درې عام وګړي وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن