اسلام اباد (پژواک ٥ زمری ۹۲): د ډيورنډ پولې پورې غاړه قبايلي سيمې پاړه چنار کې پرون ناوخته د شوو دوو ځانمرګو بريدونو د مرګ ژوبلې کچه ٢٥٥ تنو ته لوړه شوې ده.
پرون ناوخته ځايي چارواکو ويلي وو، چې دا چاودنې د پاړه چنار په مرکزي بازار کې په داسې حال کې شوې چې خلک د روژه ماتي لپاره پر سودا اخيستو بوخت وو.
د روغتون سرچينو پرون رسنيو ته ويلي وو، چې په دغو چاودنو کې ٤٠ تنه وژل شوي او تر ١٠٠ نور ټپيان دي.
خو د پاکستان دولتي تلويزيون د پاړه چنار د ځايي چارواکو او روغتون د سرچينو په حواله خبر ورکړى، چې په يادو چاودنو کې ٥٠ تنه وژل شوي او تر ٢٠٥ پورې خلک ټپيان دي.
په پاړه چنار کې يوه دولتي چارواکي رياض محسود رسنيو ته ويلي، چې دا چاودنې د ځانمرګو بريدونو له امله رامنځته شوي دي.
هغه زياته کړه، چې دواړه چاودنې د مرکزي بازار د اهل تشيع د تکيه خانو پر وړاندې شوې دي چې له امله يې زياته مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر اوسه د دغو چاودنو مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن