ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پروان والي يو خبريال ډبولى دى

د پروان والي يو خبريال ډبولى دى

author avatar
27 Jul 2013 - 17:08
د پروان والي يو خبريال ډبولى دى
author avatar
27 Jul 2013 - 17:08

کابل (پژواک،٥ زمرى ٩٢): په کابل کې د نصرت الله په نوم يو خبريال ادعا کوي چې تېره شپه نوموړى د پروان والي لخواډبول شوى دى .

دغه خبريال وايي، تېره شپه هغه مهال چې غوښتل د کابل د نوي ښار په يو رسټورانټ کې له يو ملګرى سره وويني،  د پروان له والي بصير سالنګي سره مخامخ شوى، والي ورته ناوړې کليمې کارولې  ، خو کله يې چې والي ته د خپلو خبرو د ځواب هڅه وکړه نو د والي لخوا پر بوتلونو،شيشو او سوکانو ووهل شو.

د اقبال په وينا، د پروان والي هغه مهال له خپل سلاکاراو دوو نورو کسانو سره په رسټورانټ کې و، او د ده له وهلو او ډبولو وروسته له سيمې وتښتېدل.

اقبال چې په يوه غير دولتي اژانس کې د خبريال په توګه کار کوي، پژواک اژانس ته وويل: ((  زما د وهلو او ډبلو لامل پر فيسبوک پاڼه د يو واقعيت خپرول و او دا په هغه  کتاب نيوکه وه. چې د بصير سالنګي له خوا ليکل شوى دى .))

هغه دفيسبوک پر پاڼه د پروان والي پر کتاب داسې نيوکه کړي.

 (( د جنرال عبد البصير سالنګي شخصيت ته په درناوي سره، د سالنګي پر تندي لوى تاريخي داغ، هماغه د طالبانو سره د سالنګي څو ورځني اړيکې، مجاهدينو ته خدمت، د ملي قهرمان سره اوسيدنه او په خنجان کې طالبانو ته د دسختې مرګ ژوبلې اړول… هغه وياړنې دي چې سالنګي ځان د په ګټه کاږلې دي)).

 دغه خبريال يادونه کړې: (( دښمن هم په دې ښه پوهيږي او همدا لامل دى چې له نورو واليانو نه د دښمن پاملرنه ورته ډېره ده، خو هغه همدا اوس يو کتاب د ( له سره او تور بريدونو وروسته د افغانستان بدلونونه ) په نوم ليکلى او ټاکل شوې، چې دا کتاب به په راتلونکو څو ورځو کې بازار ته وړاندې شي.))

دغه خبريال د پروان والي د کتاب ته په نيوکې سره ويلي :  (( همدارنګه سالنګي د احمد شاه مسعود ، جنرال بابه جان او نورو پر بر حقو مبارزو خپل خاطراتو کې ويلي دي، په داسې حال کې زه نه پوهيږم چې په دى جنګ ګې، ګلبدين حکمتيار چې د يو اسلامي حکومت پر وړاندي د جهاد اعلان کړى، بر حق دى او که جنرال بابه جان چې پر وړاندي يې جنګيدلي او د کابل او کابليانو څخه يې دفاع کړې ده.))

دغه خبرنګار د پروان والي څخه غوښتنه کړي چې ددې کتاب د خپرولو څخه ډډه وکړي، تر څو يو بل داغ د يو وياړ پر ځاى، پر خپلو کارنامو زيات نکړي.

د پروان د والي د نظر پر اخستلو ونه توانيدو، خو يو کس چې ځان يي د والي سکرتر په توګه را وپيژانده، ددغه خبريال وهل او ډبول رد کړل.

هغه پژواک ته يي وويل چې ياد شخص خبريال نه دى خو د خبريالۍ دنوم څخه استفاده کوي.

خو اقبال زياته کړه، نن د پروان ولايت د بېلابېلو بنسټونو د پرېکړې له مخې، د پروان والي له نوموړي خبريال څخه بخښنه غوښتې او دغه موضوع حل شوه.

د ويلو ده چې تېره مياشت ، د ٣په نامه د خصوصي تلويزوني شبکې خبريال، حسين نظري د کابل چمن حضوري په سيمه کې د ناپيژاندو کسانو له لوري وډبول شو او په دغه پېښه کې د نګاه تلويزوني شبکې د خبريال د فلمبردارۍ کمره هم د بريدګرو لخوا ويوړل شوه.

د افغانستان د ژورنالستانو ملي ټولنه، پر خبريالانو بريد او د هغوي وهل او ټکول په کلکو الفاظو غندلي او د پېښو د عاملينو د نيولو غوښتنه يې کړې ده.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.