ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو د خاص  اروزګان دوه قومي مشران وژلي

وسله والو د خاص اروزګان دوه قومي مشران وژلي

author avatar
27 Jul 2013 - 12:32
وسله والو د خاص  اروزګان دوه قومي مشران وژلي
author avatar
27 Jul 2013 - 12:32

ترينکوټ (پژواک ٥ زمرى ٩٢): د اروزګان ولايت مسوولين وايي، چې وسله والو طالبانو په خاص اروزګان ولسوالۍ کې دوه قومي مشران وژلي دي.

د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر له خوا د زمري په ٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پېښه د خاص اروزګان ولسوالۍ په عاشرې کلي کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې ملک عبدالحي او حاجي محمدشريف تېر ماښام تر روژه ماتي مخکې په داسې حال کې د وسله والو تر بريد لاندې راغلل، په خپلو کروندو کې د غنمو په ترېشل باندې بوخت وو.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې يادو قومي مشرانو نه کومه شخصي دښمني درلوده او نه يې هم له دولت سره کومه اړيکه.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

Visits: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.