ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ميدان ښار کې سپورتي کمپلېکس جوړ شو

author avatar
27 Jul 2013 - 16:04
author avatar
27 Jul 2013 - 16:04

کابل ( پژواک ٥ زمرى ٩٢ ) : د ميدان وردګو ولايت په مرکز ميدانښار کې يو سپورتي کمپلېکس تر جوړېدو وروسته د زمري په ٥مه، ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوګياڼي د زمري په ٥ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا کملېکس په ١٢ جريبه ځمکه کې د امريکا د نړيوال پرمختيايي پروګرام ( يو اېس اى ايي ډي) لخوا د ٢٣٢ زره امريکايي ډالرو په لګښت په يوه کال کې جوړ شوى دى.

هغه زياته کړه چې دغه کمپلېکس کې نن د والي عبدالمجيد خوګياڼي او نورو ځايي چارواکو لخوا ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

خوګياڼى وايي چې په دې کمپلېکس کې د بېلا بېلو لوبو ترسره کولو لپاره د ځانګړو ساحو ترڅنګ ، چمن، داوبو زېرمه، خونې، دنندارې ځايونه، پلې لارې، لمريزه برېښنا ، تشنابونه او ځينې نور اړين محلقات شتون لري .

والي عبدالمجيد خوګياڼي ددې کمپلېکس د پرانستلو پر مهال وويل چې دوى په پلان کې لري په ميدان ښار کې د لوبو يو بل جمنازيوم او دکرکټ يو لوبغالى هم جوړ کړي.

هغه زياته کړه چې ځوانان بايد ددغه ولايت ټولو پارکونو او لوبغالو څخه په ښه توګه ګټه پورته کړي او په ساتنه کې يې هم همکاري وکړي

د ميدانښار يو تن اوسېدونکى خالد احمد وايي چې پخوا په دې ښار کې د لوبو لپاره هېڅ اسانتيا نه وه.

نوموړي له حکومت څخه مننه وکړه، چې دوى يې د تمريناتو او لوبو لپاره کمپلېکس جوړ کړ.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.