فراه (پژواک ٦ زمرى ٩٢): نن سهار د فراه په مرکز کې د يوې چاودنې له امله درې ماشومان ووژل شول او څلور نور ټپيان دي.
د فراه د والي وياند عبدالرحمن ژوندي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده چاودنه نن سهار شاوخوا شپږ بجې د فراه ښار د پنځمې ناحيې اړوند سيمه کې د زړو وسپنو په يوه هټۍ کې رامنځته شوه.
د ده په وينا، کېداى شي دغه چاودنه له پخوا څخه پاتې د ناچاوده توکو له امله رامنځته شوې وي.
د سيمې يو هټۍ وال شمس الدين وايي، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې د سيمې د هټۍ والو ماشومانو د يادې هټۍ مخې ته لوبې کولې.
د فراه د عامې روغتيا امر عبدالحکيم رسولي په وينا، چې چاودنې درې ماشومان وژلي او ټپي شوي څلور ماشومان د فراه ولايتي روغتون ته ور وړل شوي دي.
ده وويل، له ټپيانو څخه يو تن چې روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ و، د ښې درملنې لپاره هرات ته لېږدول شوى دى.
د هغه په وينا، په چاودنه کې د وژل شوو او ټپيانو عمرونه له ١٣ کلونو کم دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن