ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تورخم دروازه د مسافرو پر مخ وتړل شوه

تورخم دروازه د مسافرو پر مخ وتړل شوه

author avatar
29 Jul 2013 - 11:19
تورخم دروازه د مسافرو پر مخ وتړل شوه
author avatar
29 Jul 2013 - 11:19

جلال اباد (پژواک ٧ زمرى ٩٢): د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډيورنډ پر کرښه د تورخم دروازه د پاکستاني سرحدي ځواکونو له خوا يو ځل بيا د مسافرو پر مخ تړل شوې ده.

 

په تورخم کې افغان کميسار سمونوال حيات الله اوريا د زمري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار پنځه بجې په تورخم کې د پاکستاني پوله ساتونکو له لوري د تورخم دروازه د مسافرو پر مخ وتړل شوه.

 

دى وايي، چې د پولې دواړو غاړو ته په زرګونه مسافر، ناروغان، ښځې او ماشومان ولاړ دي.

 

ده زياته کړه: ((موږ ته سهار هغوى خبر راکړ چې پلي خلک مه راپرېږدئ.))

 

د کميسار په وينا، چې پر دې دروازه لويو موټرو ته د تېرېدو اجازه شته خو پلي خلک نه پرېښودل کېږي.

 

دى زياتوي: ((هغه کسان چې پاسپورټ ولري، يو نيم يې پرېږدي هغه هم چې واسطه ولري.))

 

نوموړى وايي، چې تېره شپه يوه بجه د پولې هاخوا د ميچنۍ په سيمه کې د وسله والو مخالفينو او پاکستاني امنيتي ځواکونو تر منځ نښته شوې چې په کې مرګ ژوبله اوښتې، نو ښايي له همدې امله يې دروازه تړلې وي.

 

سمونوال اوريا وويل، دوى هڅه کوي چې ډېر ژر د پاکستاني ملېشو له مشرانو سره خبرې وکړي تر څو دروازه بېرته پرانيزي.

 

په تورخم کې د خاکسار په نوم يوه هټۍ وال پژواک اژانس ته وويل، چې د پولې دواړو خواوو ته زرګونه مسافر او ناروغان ولاړ دي چې د دروازې د بندېدو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دى وايي، له يوې خوا روژه او له بلې خوا په تورخم کې د مناسب ځاى نه شتون هغه څه دي چې خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

 

نوموړى پر ولايتي ادارې غږ کوي چې د پاکستان له قونسلګرۍ سره اړيکه ټينګه کړي څو ستونزه هواره شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.