ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چهار درې لپاره د طالبانو ولسوال ووژل شو

د چهار درې لپاره د طالبانو ولسوال ووژل شو

author avatar
29 Jul 2013 - 13:53
د چهار درې لپاره د طالبانو ولسوال ووژل شو
author avatar
29 Jul 2013 - 13:53

کندز (پژواک ٧ زمرى ۹۲): د کندوز ولايت د چهار درې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال له خپلو درېيو ملګرو سره  وژل شوى او ٢٩ وسله وال مخالفين نيول شوي دي.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سيد سرور حسيني نن په خبري غونډه کې وويل، دغه شمېر کسان تېره شپه د ملي پوليسو د ځانګړې قطعې د عملياتو په پايله کې د کندوز د مرکز اړوند د ګورتپې په سيمه کې وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په وژل شوو کې د چهاردرې لپاره د طالبانو ولسوال قاري لطيف او په کندوز کې د نظامي عملياتو پلانوونکى هم شامل دي.

د حسيني په وينا، قاري لطيف د کندوز ښار په يوه ځانمرګي بريد او د دوو پوليسو په وژنه کې ښکېل و.

د روان کال په لومړيو کې هغه ځانمرګى بريد، چې په کندوز کې ترسره شو، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې مدير، د ترافيکو مدير له لسو نورو ملکي کسانو سره ووژل شول.

هغه زياته کړه، چې په دغو عمليات کې شپږ تنه نيول شوي او څلور ميله وسله هم د دوى لاس ته ورغلې ده.

حسيني وويل، د نن سهار په عملياتو کې چې د چهار درې ولسوالۍ په جنګل کولابي سيمه کې پيل شوي،  ١٧ وسله وال نيول شوي هم دي، خو هغوى خپلې وسلې ځنګله ته اچولې او پوليس د موندلو په لټه کې دي.

د دغه پوليس چارواکي په وينا، د دشت ارچي ولسوالۍ په ارباب زرغون سيمه کې هم د طالبانو د پوځي قوماندان په ګډون شپږ تنه وسله وال نيول شوي دي.

په دغو عملياتو کې ملي او سيمه ييزو پوليسو، ملي اردو او د ملي امنيت ځواکونو ګډون کړى دى.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دوى په دشت ارچي ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو پر يوې ګزمې بريد کړى، چې په کې د معاون مامي په نوم د يوه قوماندان په ګډون څلور اربکيان وژل شوي دي او پنځه نور ټپيان دي.

د هغه په ادعا، د دوى کسان د د شت ارچي ولسوالۍ په تيميوريانو سيمه کې هم پر امنيتي پوستو بريد کړى او تلفات يې ورته اړولي دي.

د ويلو ده، دغه عمليات هغه وخت پيل شول چې سيمه ييز خلک د وسله والو د فعاليتونو د زياتېدو اندېښنه وښوده او د نورو امنيتي پوستو د جوړولو غوښتنه يې وکړه، امنيتي چارواکي وايي چې د عملياتو له پاى ته رسولووروسته به په دې سيمه کې امنيتي پوستې زياتې کړي.

 

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.