ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پغمان کې شاوخوا ٣٠ زره کورنۍ له ډاډمنې برېښنا برخمنې شوې

پغمان کې شاوخوا ٣٠ زره کورنۍ له ډاډمنې برېښنا برخمنې شوې

author avatar
29 Jul 2013 - 14:26
پغمان کې شاوخوا ٣٠ زره کورنۍ له ډاډمنې برېښنا برخمنې شوې
author avatar
29 Jul 2013 - 14:26

کابل (پژواک٧زمرى٩٢): د کابل په پغمان ولسوالۍ کې شاوخوا ٣٠ زره کورنۍ له ډاډمنې برېښنا څخه برخمنې  شوې .

  د کابل د برېښنا مشر عبدالوکيل ناصري نن په کابل کې خبريالانو ته  وويل، چې د يادو کورنيو برېښنا پغمان ته د برېښنا د نوي ١٦ کيلومتره اوږد مزي په غځولو سره ډاډمنه شوه .

د هغه په وينا، تر دې دمه به دې کورنيو کله نا کله برېښنا نه لرله ، ځکه چې پخوانى لين زوړ او ګڼه ګوڼه پرې ډېره وه .

دى وايي، چې د دې پروژې کار د څلورو مياشتو په موده کې بشپړ شوى او د دې شرکت له عوايدو ٤٢ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلى دى .

د هغه په وينا، د برېښنا شرکت په پام کې لري، چې د کابل ښار د ټولو سيمو زاړه شوي د برېښنا لينونه له ژمي وړاندې  تمديد کړي .

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.