کندهار (پژواک ٧ زمرى ٩٢): د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې ځانګړو ځواکونو د يو لړ عملياتو په پايله کې ٣٠ پارسله وچ ترياک نيولي دي.
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل وايي، دغه ترياک د ميوند ولسوالۍ په بند تيمور سيمه کې هغه مهال نيول شوي، چې قاچاق کوونکو هلمند ولايت ته لېږدول.
د نوموړي په وينا، د ترياکو په تور يو تن له وسلو سره يو ځاى نيول شوى دى.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ د رسنيو مسوول ضياء الرحمن دراني پژواک اژانس ته وويل، نيول شوي ترياک په يوه بايفور موټر کې بار و، چې له يوه مشکوک وګړي او ګڼو وسلو سره ونيول شول.
دى وايي، نيول شوي ترياک ځاى پر ځاى سوځول شوي او له نيول شوي کس څخه پوښتنې پيل شوې دي.
ميوند ولسوالي چې له هلمند ولايت سره ګډه پوله لري د نشه يي توکو د قاچاق د يوه مهم مرکز په توګه يادېږي.
په دې ولسوالۍ کې نه يوازې وسله وال مخالفين فعال دي، بلکې په پراخه کچه په کې کوکنار هم کرل کېږي.
څه موده مخکې امنيتي ځواکونو د ميوند په بند تيمور سيمه کې د نشه يي توکو د پروسس درې فابريکې له منځه وړې وې.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن