ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې لاريون کوونکو د منظمې برېښنا غوښتنه وکړه

author avatar
29 Jul 2013 - 15:50
author avatar
29 Jul 2013 - 15:50

 هرات ( پژواک، ٧ زمرى ٩٢) : هرات ښاريانو او د مدني ټولنو يو شمېر استازيو په هرات ښار کې د برېښنا د کمزوري فعاليت او ژر ژره قطعه کېدو پر خلاف لاريون کړ.

دغه لاريون کوونکي ،چې شمېره يې ٢٠٠ تنو ته رسېده د برېښنا رياست په مخکې د چارواکو خلاف شعارونه ورکول او غوښتنه يې کوله،چې د برېښنا جريان دې منظم کړاى شي.

دمدني ټولنې يو تن فعال نذير احمد رها، چې د ياد لاريون سمبالونکى هم و، پژواک ته وويل، هرات ښاريان د اوړي په دغه سوځنده ګرمۍ او روژه کې د ورځې ډير مهال برېښنا نه لری.

د ده په خبره، د شپې هم  برېښنا دومره کمزورې وي،چې ګروپ هم نشي روښانه کولى او کله کله د برېښنا د ټکان له امله يې برېښنايي وسايل هم سوځي.

رها زياتوي، د برېښنا رياست په قصدي ډول د برېښنا ولتاژ ټيټ کړی، ځکه چې اوس دغه اداره د يوې مافيايي کړۍ په لاس کې ده.

د هرات د اوومې ناحيې د ګذر وکيل غلام دستګير هم وايي، چې اوس په هرات کې د هرکور لپاره تقويتي ټرانسميټر ولګوي،چې د هر ټرانسميټر بيه ١٥٠٠ افغانۍ کيږي او د برېښنا اداره د پاکستاني او ايراني ټرانسميټرونو له پلوره ډيره ګټه تر لاسه کوي.

هغه زياته کړ،چې د زورواکو کورونه ٢٤ ساعته برېښنا لري او په دې کې د برېښنا رياست په ادارې فساد تورن کړ، د ده په خبره،چې د برېښنا رياست په تور بازار کې برېښنايي ميټرونه پلوري او هر ميټر ٤٠ زره افغانۍ بيه لري.

د هرات د برېښنا رياست  مرستيال انجنير دلاور مرادي، خپل کارونه شفاف وبلل، خو زياته يې کړه،چې ښاريان له برېښنا ناسمه ګټه اخلي.

مرادي زياتوي، هرات ته له ايران او ترکمنستان څخه ۱۳۰ مګاواټه برېښنا راغلې ده، خو د ۱۹۰ زره مشترکينو لپاره يې ۵٠٠ مګاواټه برېښنا ته اړتيا شته.

هغه له مصرف کوونکو وغوښتل،چې د برېښنا په مصرف کې له احتياطه کار واخلي او له اړتيا پرته ډيره برېښنا ونه کاروي.

مرادي ژمنه وکړه،چې د برېښنا څو پروژې تر لاس لاندې دي،چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې به دغه ستونزه هواره شي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.