ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان هندوان او سکان ولسي جرګه کې څوکۍ غواړي

author avatar
31 Jul 2013 - 16:05
author avatar
31 Jul 2013 - 16:05

کابل ( پژواک، ٩ زمري ٩٢): د افغان هندوانو او سکانو شورا وايي، که په ولسي جرګه کې ورته څوکۍ ځانګړې او نورې ستونزې يې حل نه شي، له افغانستان څخه به کډه وکړي.

دغه څرګندونې په افغانستان کې د هندوانو او سکانو شورا مرستيال رايل سنگهـ د مدني ټولنې له غړيو سره په ګډ کنفرانس کې وکړې .

هغه وويل ،چې د ټاکنو قانون په مسوده کې د اهل هندو او سکانو لپاره يوه څوکۍ په پام کې نيول شوې وه،  خو وروسته د مشرانو جرګې او ولسي جرګې ګډ پلاوي د مسودې دغه برخه حذف کړه .

هغه زياته کړه : ((د دې څوکۍ لرې کولو موږ ډير سخت اندېښمن کړي يو .))

سنګهـ وايي ، چې د ملي شورا په تېرو دوو دورو کې هندوانو او سکانو انتخابي استازى نه درلود او له همدې امله  په دې موده کې د دې اقليت پر يوې ستونزې هم د ملي شورا غړيو بحث نه دى کړى .

دا په داسې حال کې ده ، چې انارکلي هنريار په مشرانو جرګه کې د هندوانو او سکانو انتصابي استازې ده .

  سنګهـ وايي ، چې په افغانستان کې د هندوانو او سکانو شمېره ډيره کمه ده او په ازادو سياليو کې  نه شي کولاى د ولسي جرګې يوه څوکۍ هم  ترلاسه کړي . 

د هغه دمعلوماتو له مخې،دکورنيو جګړو له امله ګڼ شمير هندوان او سکان بهرنيو هيوادونو ته کډه شوي او اوسمهال  په کابل ، ننګرهار ، غزني ، هلمند ، کندهار ، کندوز او بلخ  کې د هغوى ٧٠٠ کورنۍ  ژوند کوي.

د ولسي او مشرانو جرګې تر تاييد او تصويب وروسته د چنګاښ په ٢٩ مه ولسمشر حامد کرزي د ټاکنو قانون توشيح کړ .

رايل سنگهـ زياته کړه ، چې په افغانستان کې سکان او اهل هنود له نورو ګڼو ستونزو سره هم مخ دي .

ده وويل ، چې په تېرو څو کلونو کې د هېواد په کچه د هندوانو او سکانو ځمکې  او کورونه  زورواکانو غصب کړي او د هغوى ماشومان  د نورو افغانانو د ماشومانو له لاسه په کوڅه  کې نه شي ګرځېدى  او ښوونځي ته هم نه شي  تللى.

د هغه په وينا، دوى د خپلو مړو د سوځولو لپاره مناسب ځاى نه لري او په سوداګريزه برخه کې هم ستونزې لري.

ده وويل ، چې هندوانو او سکانو  په تيرو څو کلونو کې د يادو ستونزو د حل په موخه  ټولو اړوندو ارګانونو ته مراجعه کړې، خو چا يې غږ نه دى اورېدلى .

هغه زياته کړه : (( له ډېرو ګواښونو سره ، سره په تېرو لسو کلونو کې موږ په دې ونه توانيدو ، چې يوځل له کرزي صاحب سره له نږدې وګورو.))

هغه وايي، چې ولسمشر حامد کرزى بايد د يوه تقنيني فرمان له مخې په ولسي جرګه کې د هندوانو او سکانو لپاره يوه څوکۍ ځانګړې او نورو ستونزو ته يې رسيدنه وکړي .

سنګهـ زياته کړه : ((که زموږ غوښتنى ونه منل شي او ستونزو ته مو رسيدنه ونه شي،  ملګرو ملتونو سازمان ته   ليک استوو، ترڅو په يوبل هېواد کې موږ ته استوګنه برابره کړي .))

د مدني ټولنې غړي اجمل بلوچ زاده په نننۍ غونډ کې وويل ، چې دولت بايد په ولسي جرګه کې د هندوانو او سکانو لپاره د يوې څوکۍ ځانګړي کيدو لپاره لازم  اقدامات  وکړي .

هغه زياته کړه ، چې هندوانو او سکانو  له نورو افغانانو سره په ګډه ستونزې ګاللي او د حل لپاره يې  هلې ځلې کړې دي .

ده له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه غوښتنه وکړه ، چې   يو سړک د هندوانو او سکانو په نامه ونوموي.

بلوچ زاده هم ټينګار وکړ ، چې حکومت بايد هرڅه ژر د هندوانو او سکانو ټولې ستونزې هوارې کړي .

په ياده غونډه کې د مدني ټولنې له لوري يوه اعلاميه هم خپره شوه .

په اعلاميه کې راغلي ، چې د ټاکنو قانون تصويب او توشېح په هېوادکې د ازادو، عادلانه او رڼو ټاکنو د پياوړتيا لپاره يو ښه ګام دى، خو د دې قانون له مخې په ولسي جرګه کې د هندوانو او سکانو د يوې څوکۍ حذف په دې معنى دى ، چې د دې اقليت غږ بايد د تل لپاره چوپ پاتې شي .

په اعلاميه کې راغلي ، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون يو کمېشنر هم بايد له دې مليت څخه واى، ترڅو د مليتونو ترمنځ  انډول په پام کې نيول شوى واى .

د غورواي کمېټې د ټاکنو کمېسيون د غړيتوب لپاره ٢٧ تنه ولسمشر ته معرفي کړل ، چې يو يې په مشرانو جرګه کې د هندوانو او سکانو د انتصابي استازې  انارکلي هنريار پلار و ، خو ولسمشر هغه د ټاکنو کمېسيون د کمېشنرۍ لپاره غوره نه کړ.

په دې اعلاميه کې ټينګار شوى ، چې د افغانستان هندوان او سکان افغانان دي ، بايد له ټولو قانوني امتيازاتو څخه برخمن وي  او اړوند ارګانونه بايد هرڅه ژر د هغوى ستونزې هوارې کړي .

په ياده غونډه کې د مدني ټولنو غړيو له ولسمشر څخه غوښتنه وکړه ، چې  د هندوانو او سکانو له مشرانو سره له نږدې وګوري او  ستونزې يې  هوارې کړي .

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.