ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سيمه ييزو پوليسو په کمين کې څلور طالبان  ووژل شول

د سيمه ييزو پوليسو په کمين کې څلور طالبان ووژل شول

author avatar
31 Jul 2013 - 12:31
د سيمه ييزو پوليسو په کمين کې څلور طالبان  ووژل شول
author avatar
31 Jul 2013 - 12:31

 شبرغان ( پژواک، ٩ زمرى ٩٢):په جوزجان ولايت کې څلور وسله وال مخالفين او يو سيمه ييز پوليس ووژل شول او دوه نور ټپيان دي .

دجوزجان ولايت د درزاب ولسوالۍ اوسېدونکى رحمت الله حشر وايي،چې دغه څلور وسله وال  مخالفين ددغې ولسوالۍ په قطارسُم  سيمه کې تېره شپه ٩ بجې دسيمه ييزو پوليسو په کمين کې ووژل شول .

 هغه پژواک ته وويل، چې په دغه کمين يو بل وسله وال مخالف ټپي شوى، خو يو ميل کلاشينکوف او يو موټر سايکل دپوليس لاس ته ورغلي دي.

حشر زياته کړه ،چې د وسله والو مخالفينو مړي په سيمه کې پاتې دي او پوليسو ته زيان نه دى اوښتى .

يوه ځايي اوسېدونکي عبدالشکور وويل، چې په سيمه کې څلور مړي پاتې دي، چې  تر اوسه چا نه دي وړي .

 هغه زياته کړه:(( دوى ځايي طالبان وو، په دوى کې به جمال نومى په تېره لسيزه کې د عُشر ټولولو لپاره کلي ته راته ، اوس هم امکان لري،چې دهمدې کار لپاره به راته .”

 

طالبانو تر اوسه دخپلو دغو وژل شويو ملګرو په اړه څه نه دي ويلي، خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد تر دې وړاندې پژوک ته ويلي و، چې دعشر او زکات ټولونه ددوى دځانګړو ډلو له خوا په ټول هېواد کې  له زور او جبر پرته ترسره کېږي .

 بل خوا طالبان وايي،چې دميرويس په نامه يې داربکيانو يو قوماندان دجوزجان د مرکز شبرغان اړونده سيمه کې وژلى او ستاتونکي يې ټپيان کړي دي .

 خو د جوزجان د امنيه قوماندانۍ د اپراسيون امر سمونوال عبدالمنان روفي وايي، چې ميرويس يو عادي سيمه ييز پوليس و، چې د شبرغان په يوه امنيتي پوسته کې  دطالبان په بريد کې ټپي شوى دى .

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.