ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فيفا: د نوم ليکنې پروسه کې سرغړونې شوي

فيفا: د نوم ليکنې پروسه کې سرغړونې شوي

author avatar
31 Jul 2013 - 18:45
فيفا: د نوم ليکنې پروسه کې سرغړونې شوي
author avatar
31 Jul 2013 - 18:45

کابل (پژواک، ٩ زمرى ٩٢): د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فيفا) وايي، چې د ټاکنو د نوم ليکنې په مرکزونو کې يې يو شمېر سرغړونې تر سترګو شوې دي.

د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې پروسه په دوو پړاوونو کې ترسره کيږي، چې لومړى پړاو د روان کال د غبرګولي په پنځمه په ٤١ مرکزونو (د نارينه او ښځينه محلونو په ګډون) پيل شوه او دوهم پړاو د دوه مياشتو لپاره د ولسواليو او ناحيو په کچه په ٤٤٠ مرکزونو کې څلور ورځې وړاندې (د زمري ٥مه) پيل شوه او ټاکل شوې، چې د رايې اچونې د شرايطو وړ څلور ميليونو تنو ته کارتونه ورکړل شي.

د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فيفا) له لوري د نوم ليکنې د شپږمې اونۍ (د چنګاښ ٩مې څخه تر ١٥ پورې) په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې د هغوى معلوماتو ښودلې، چې په ځينو ولايتونو ناامنۍ د نوم ليکنې پر پروسې مستقيمې اغېزې لرلې دي.

په راپور کې په ياده موده کې د بېلګې په توګه له پکتيا ولايت څخه يادونه شوې، چې د نوم ليکنې له مرکزه شل متره لرې څلور چاودنې شوې، چې له امله يې مرکز د يوې ورځې لپاره وتړل شو. دغه ډول پېښه په فراه ولايت کې هم رامنځ ته شوې ده.

فيفا وايي، په زابل او پکتيکا ولايتونو کې د وسله والو مخالفينو له لوري تبليغ شوى، چې نوم ليکنه او رايه ورکونه حرامه ده، چې دې کار په خلکو کې اندېښنه او ډار رامنځته کړى دى.

په ياده موده کې په کابل، فارياب، غزني، غور او بادغيس ولايتونو کې د نوم ليکنې د مرکزونو کارکوونکي په خپل وخت دندو ته نه دي راغلي او مرکزونه د يوه ساعت په توپير پرانيستل او بند شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې په ياده اونۍ کې ځينې سرغړونې شوې دي، چې بېلګې په توګه د اروزګان د يوه کلي ملک، د ١٢٠ ښځو نوملړ له مخې، چې د نوم ليکنې په شرايطو برابرې وې، هغوى ته يې د رايې اچونې کارتونه اخيستي دي.

دغه راز د بلخ د ولايتي شورا ځينو احتمالي کانديدانو د ښوونځيو زده کوونکي او د دارالمعلمينونو محصلين اړ کړي، چې نوم ليکنه وکړي او د رايې ورکونې کارتونه واخلي؛ هغوى يې ګواښلي، که دا کار ونه کړي، په ازموينه کې به له ګډون څخه محرومه شي.

راپور ښودلې، چې په ځينو ولايتونو کې هغه مهال، چې د رايې ورکوونکو د کارتونو “سريال نمبر” له مخکې او ورپسې ورځې سره پرتله شوى، نو ترمنځ يې توپير ليدل شوى، چې دا په خپله د حساسو موادو په نه ساتلو دلالت کوي. د بېلګې په توګه د نيمروز په يوه مرکز کې په يوه شپه کې په “سريال نمبرونو” کې ٣٠١ شمېرې تفاوت تر سترګو شوى دى.

راپور کاږي، چې په پنځو ولايتونو هرات، زابل، پروان، جوزجان او بغلان کې د شپې له خوا د ټاکنو اړوند حساس مواد نه مهرولاک کيږي او په ځينو محدودو ولايتونو کې د کاري وسايلو خرابوالى، د دې لامل شوى چې مراجعين پرته له دې چې نوم ليکنه وکړي، بېرته ګرځي.

د فيفا له لوري د نوم ليکنې د اوومې اونۍ (د چنګاښ ١٦ څخه تر ٢٢ پورې) په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې د هغوى معلوماتو ښودلې، چې امنيتي ستونزې کله ناکله د نوم ليکنې په پروسه کې د ډار او نه ګډون لامل ګرځي.

په راپور کې د غزني د نوم ليکنې له مرکز څخه څلور کيلومتره لرې د دولت او وسله والو مخالفينو ترمنځ جګړې ته اشاره شوې، همداراز په کاپيسا کې د نوم ليکنې د يوه مرکز مدير د دولتي امنيتي کارکوونکو له لوري ګواښل شوى او پر هغه وسله وال بريد شوى، خو زيان نه دى وررسېدلى، چې دا ټول د دې لامل شوي، چې د نوم ليکنې په پروسه کې د ګډون کوونکو شمېر لږ او د اړوند مرکز د ټاکنو کارکوونکي اندېښمن شي.

فيفا وايي، په ځينو ولايتونو کې د نوم ليکنې د مرکزونو کارکوونکي خپل کاري وختونه (د سهار اتو څخه د مازيګر تر څلور بجو پورې) نه مراعتوي، چې دې کار په مراجعينو ناوړه اغېزې کړې دي.

په راپور کې پروان، تخار، کندهار، غزني، لوګر او ننګرهار هغه ولايتونه ياد شوي، چې د کار د رسمي وختونو رعايت په کې نه دى شوى او زياته شوې، چې په دې ولايتونو کې معمولا د نوم ليکنې مرکزونه د يو ساعت په توپير پرانيستل شوي او بند شوي دي؛ همداراز په رسمي وختونو کې يو شمېر کسان غيرحاضر وي.

د فيفا د معلوماتو له مخې، دغه راز په غور، غزني او باميانو کې د نوم ليکنې په مرکزونو کې ښځينه پوليس نه تر سترګو کيږي.

راپور کاږي، چې د يادې يوې اونۍ په موده کې د کابل، نيمروز، تخار، بادغيس او زابل په ولايتونو کې ځينو هغو کسانو ته، چې عمرونه يې له ١٨ کلونو کم دي، د رايې ورکونې کارتونه وېشل شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې د نيمروز د ولايتي شورا يوه استازي څو هغه کسان چې عمرونه يې له ١٨ کلونو کم وو، د ټاکنو کارتونه اخيستي او هم يې د فيفا څارونکي ګواښلي دي.

د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ وايي، د نيمروز ولايت د ټاکنو کمېسيون مشر د کارتونو د وېش په برخه کې د معتبرو اسنادو لرلو ته پاملرنه نه ده کړې او ان د داسې کسانو، چې ظاهرا يې عمرونه کم دي، ضمانت کړى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د بلخ، ډايکندي، بدخشان، بادغيس، سرپل، فارياب، غور او کابل په ولايتونو کې د سيمه ييزو سپين ږيرو او مخورو په تاييد او لارښوونې يو شمېر کسانو ته، پرته له دې چې د معتبرو اسنادو غوښتنه ترې وشي، د رايې ورکونې کارتونه وېشل شوي دي.

د فيفا له لوري د نوم ليکنې په اتم خپاره شوي راپور کې راغلي، چې په غزني کې يوې لېسې ته څېرمه چاودنه شوې، همداراز په پکتيکا کې ولايتي شورا ته څېرمه ځانمرګى بريد شوى، چې دا د دې لامل شوي، چې له دې پېښو وروسته د نوم ليکنو مرکزونو ته د خلکو مراجعه کمه شوې ده.

سرچينه ليکي، په لغمان ولايت کې وسله والو مخالفينو د ټېلېفون له لارې د يوه مرکز مشر ته ګواښ کړى، چې له امله يې ياد شوي کس استعفا ورکړې ده.

په راپور کې راغلي، چې په تخار، باميان، ننګرهار اباد، پروان، غزني، فارياب او بادغيس کې د نوم ليکنې د مرکزونو کارکوونکي خپلو کاري ساعتونو ته پاملرنه نه کوي؛ په دې ولايتونو کې مرکزونه د يو ساعت په توپير له خپلو اصلي کاري ساعتونو خلاص يا بند شوي دي.

سرچينې د بېلګې په توګه ويلي، په فارياب کې د چنګاښ په ١٣مه، د نوم ليکنه يو مرکز په دوه نيمو بجو بند شوى، په داسې حال کې چې بايد تر څلورو بجو يې کار کړى واى.

راپور ښودلې، چې په غور، غزني او باميانو کې د نوم ليکنې په مرکزونو کې ښځينه پوليسه نه ده تر سترګو شوې.

فيفا وړاندې ليکي، چې په ځينو ولايتونو کې د نوم ليکنې د مرکزونه موقعيت په ځانګړې توګه د ښځو مرکزونه نامناسبت موقعيت لري او ښځې هغو ته په مراجعې د ارامتيا احساس نه کوي او يا دا چې مخکې له کارت اخيستو مرکز پرېږدي.

په راپور کې د کندوز د يوه مرکزو يادونه شوې، چې د ګڼې ګونې په يوه سيمه کې دى او کله چې ښځې ګڼه ګوڼه او د نارينه وو زيات تګ راتګ وويني، له کار اخيستو پرته بېرته ګرځي. دغه راز په کابل کې د استاد بېتاب لېسې د نوم ليکنې له مرکزه، چې په اتمه ناحيه کې موقعيت لري، يادونه شوي، چې د سيمې اوسېدونکو يې غوښتنه کړې، چې ياد مرکز ته لاسرسى نه کيږي او بايد بدلون ومومي.

د فيفا مشاهدو ښودلې، چې د ځينو ولايتونو، لکه تخار، باميان او پروان د نوم ليکنې مرکزونه په سمه توګه نه مهرولاک کېږي. په هرات کې د نوم ليکنې د فخر المدارس مرکز (محل 001)، دروازه او ښيښې نه لري او توکي يې د پوليسو په خونه کې ساتل کيږي.

د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ يادونه کړې، چې په مرکز او ولايتونو کې د دوى مسوولين په دې موخه چې د نوم ليکنې پروسې په جريان کې ستونزې راکمې شي، د ټاکنو کمېسيون له مسوولينو سره په اړيکه کې دي او هغوى ته يې لازم وړانديزونه کړي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې د رايې ورکولو کارتونه يې په پنځو کټګوريو وېشلي دي. هغه چې ١٧ کلن دي او د ټاکنو تر وخته به ١٨ کلن شي؛ نوي راستانه شوي کډوال، هغه چې عمر يې ١٨ کاله شوى يا لوړ شوى او په تېرو ټاکنو کې يې نوم نه دى ليکلى.

 همدارنګه هغه کسان، چې کارت يې ورک کړى او يا خراب شوى او د کارونې وړ نه وي، يا يې هم ټاکنيزه حوزه بدله شوې وي، نو د رايې ورکولو نوى کارت ورکول کېږي.

تمه ده، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦ مه په يوه وخت کې ترسره شي.

 

 

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.