جلال اباد(پژواک ٩زمرى٩٢): په نورستان کې د افغانستان بانک لپاره د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به هغه ستونزې ، چې پخوا يې د ودانۍ د نه شتون له امله لرلې، له منځه لاړې شي.
د دغې ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودنې په مراسمو کې د نورستان له والي تميم نورستاني سربېره يو شمير نورو ولايتي چارواکو برخه اخيستې وه.
د نورستان والي د زمري په ٩مه ، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر يادې ودانۍ شاوخوا ١٦ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې د افغانستان بانک له بوديجې څخه ورکول کېږي .
هغه زياته کړه ، چې دا ودانۍ په دوو پوړو کې په لسو مياشتو کې په اساسي ډول جوړېږي ، چې لس کار خونې او نور اړونده ملحقات به ولري.
ده وويل ، چې د يادې ودانۍ په جوړېدو سره به د افغانستان بانک هغه ستونزې، چې پخوا يې د ودانۍ د نه شتون له امله لرلې ، له منځه لاړې شي.
ده وويل: (( په دې وروستيو کې مرکزي دولت نورستان ته پاملرنه زياته کړې ،د بيارغونې شاوخوا ٢٥ پروژې پيل شوې دي.))
د ولايتي شورا غړى شمس اصيلزى پر مرکزي ادارې غږ کوي ، چې د نورستان ولايت د بيارغونې په برخه کې دې نورستان ته پروژې ورکړي.
نوموړي زياته کړه، چې د نورستان ولايت د سړک جوړول يو له هغو سترو اړتياوو څخه ده، چې بايد مرکزي اداره يې په لومړيتوبونو کې راولي.
هغه وويل: (( دا يو وروسته پاتې ولايت دى او بايد دولت ورته پاملرنه وکړي.))
ياده دې وي، چې لا هم د نورستان ولايت يو شمير دولتي ادارې خپلې ودانۍ نه لري.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن