ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“يو شمېر کورنۍ طالبانو په زور کډې کولو ته اړ کړې دي”

“يو شمېر کورنۍ طالبانو په زور کډې کولو ته اړ کړې دي”

author avatar
31 Jul 2013 - 12:41
“يو شمېر کورنۍ طالبانو په زور کډې کولو ته اړ کړې دي”
author avatar
31 Jul 2013 - 12:41

ښرنه ( پژواک ٩ زمرى ٩٢): د پکتيکا چارواکي او هغو کورنيو غړي،چې طالبانو کډې کولو ته اړ کړي وايي ، چې د ګيان ولسوالۍ ۷۰ کورنۍ وسله والو طالبانو له خپلو کورنو شړلې دي.

دغه بې ځايه شوې کورنۍ نږدې يوه مياشت کيږي، چې د طالبانو دګواښونو او جګړې له وېرې کډې کولو ته اړ شوي ا و دا مهال د ارګون ولسوالۍ په منده سيمه کې اوسيږي.

 ارګون ته ورغلي يو تن کډوال نورمحمد پژواک خبري اژانس ته وويل،ارګون ته کډوالې شوې کورنۍ په سختو شرايطو کې ژوند کوي.

نوموړی وايي:((په يوه يوه کورکې پنځه اولس کورنۍ اوسو ، د خوراک اوڅښاک لپاره هم څه نه لرو.))

له ګيان راکډه شوي کډوال وايي،چې د دوستانو په کورونو اوځينې کورنۍ په هغو زړو او پخوانيو کورونو کې اوسيږي،چې خلکو پرېښي او د ژوند کولو نه دي.

نورمحمد  غوښتنه وکړه، چې له دوی سره دې بېړنۍ اړينې مرستې وشي او هم دې د راتلونکي لپاره خپلو سيمو ته د بېرته ستندو په اړه مرسته ورسره وشي.

د نوموړي په خبره، وسله والو طالبانو ورته ويلي ،که تاسې کډه ونه کړئ،نو که په جګړه کې کوم زيان درته واوښت مسووليت به يې ستاسې پر غاړه وي.

د دغه کډوال په وينا، طالبانو له دې امله دوى له خپلو کورونو وويستل، چې هغوی غواړي په سيمه کې په دولتي پوستو اوتاسيساتو بريدونه وکړي.

له ګيان څخه کډه شوى يوبل تن کريم ځدراڼ وايي، طالبانو له دې مخکې هم په يو شمېر دولتي تاسيساتو بريدونه کړي.

هغه زياتوي، طالبانو په زور اړ کړل ، چې خپل کورونه پرېږدي که ونه وځي او کوم زيان ورته واوړي ، نو مسووليت به يې په خپله غاړه وي.

دګيان ولسوال مبين کمالوال هم مني،چې طالبانو يو شمېر کورنۍ په زور مجبوره کړي،چې سيمه پرېږدي.

نوموړي پژواک ته وويل،کډوالې شوې کورنۍ اوس له بې شميره ستونزو سره لاس او ګريوان دي،خو دوى هڅه کوي،چې د ستونزو لپاره يې د حل لاره پيدا کړي.

په پکتيکا کې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس عبدالهادي وايي، دوی خبر شوي، چې يو شمېر کورنۍ له ګيان څخه کډه شوي،خو تر اوسه په رسمي توګه خبر نه دى ورکړل شوى.

نوموړی وايي، له بې ځايه شويو سره به دتوان په اندازه اړينې مرستې وکړي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي،چې دغه کورنۍ ولسوالۍ او امنيتي پوستو ته نږدې کليو کې اوسيدې، نو له دې امله ،چې په جګړه کې زيان ورته ونه رسيږي دوى بايد خوندي سيمو ته کډه شي.

مجاهد دا خبره رد کړه،چې ګنې طالبانو دې دوى په زور له خپلو کورونو ويستلي وي ،خو زياتوي، له هغوى سره يې موافقه کړې ده،چې د جګړې له خطره ځان وباسي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.