ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي

په کابل کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي

author avatar
31 Jul 2013 - 12:22
په کابل کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي
author avatar
31 Jul 2013 - 12:22

کابل ، ترينکوت ( پژواک، ٩ زمرى ٩٢ ) : د ملي دفاع وزارت وايي، چې د ماين په يوه چادونه کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي دي.

د ياد وزارت له خوا د زمري په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا چاودنه پرون د کابل ولايت په خاکجبار ولسوالۍ کې شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې په دې چاودنه کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي، خو په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي.

دغه راز د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اروزګان په چورې او د پکتيکا په برمل ولسواليو کې د ماين د چاودنو له امله د ملي اردو پنځه نور سرتېري ټپيان شوي دي.

د يوه بل خبر له مخې، وسله والو طالبانو په اروزګان ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان تر تښتولو وروسته وژلى دى.

داروزګان د دهراوود ولسوالۍ امنيه قوماندان  دويم څارن نعمت الله پژواک اژانس ته وويل ، چې دسيمه ييزو پوليسو دغه قوماندان محمد جان نومېده.

د هغه په وينا، نوموړى چې په سيمه کې ديوې پوستې قوماندان و، درې اونۍ مخکې د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوى و او جسد يې پرون د دهراوود ولسوالۍ د خاچرې له سيمې څخه ترلاسه شوى دى.

وسله والو طالبانو دهغه د وژلو مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

 طالب وياند قاري يوسف احمدي ويلي، چې نوموړى د طالبانو په يوه غلچکي بريد کې وژل شوى دى.

Visits: 22

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.