اسلام اباد (پژواک، ١٠ زمرى ٩٢): د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري هيله وښوده، چې ډېر ژر به له افغان حکومت سره پر امنيتي سند يوې پرېکړې ته ورسېږي.
جان کيري چې په رسمي دوه ورځني سفر پرون ناوخته اسلام اباد ته رسېدلى، نن يې له لومړي وزير ميا نواز شريف او د ملي امنيت او بهرنيو چارو له سلاکار سرتاج عزيز سره تر ليدنو وروسته يوې خبرې غونډې ته وينا کوله.
هغه زياته کړه: ((زه باوري يم چې کابل او واشنګنټن به پر امنيتي سند يوې پرېکړې ته ورسېږي، په دې پرېکړې سره به امريکا وکولى شي تر ٢٠١٤ کال وروسته خپل ځواکونه په افغانستان کې پرېږدي.))
نوموړي وويل، چې د افغان حکومت او امريکا تر منځ په دې اړه ګډ کار روان دى او په وروستيو کې ځينې پرمختګونه هم شوي دي.
جان کيري وايي: ((زه په شخصي توګه باوري يم چې پر دغه سند به په يوه مناسب وخت کې لاسليک وشي.))
د افغانستان او امريکا تر منځ پر امنيتي سند د خبرو اترو لړۍ تېر کال پيل شوې وه او ټاکل شوې وه، چې په يوه کال کې تر خبرو اترو وروسته پرې لاسليک وشي.
خو نږدې يوه نيمه مياشت وړاندې په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانيستلو پر څرنګوالي د اعتراض په توګه کابل له واشنګټن سره پر دغه سند د اعتراض په بڼه خبرې وځنډولې.
د امريکا لوى درستيز جنرال ډيمپسي څو ورځې مخکې کابل ته د سفر پر مهال په ډاګه کړې وه، چې دغه سند بايد تر راتلونکو دوو مياشتو پورې لاسليک شي.
د ياد سند له مخې به امريکا په افغانستان کې پوځي اډې ولري او يو شمېر سرتېري به تر ٢٠١٤ کال وروسته وساتلى شي.
د امريکا د بهرنيو چار وزير جان کيري په ياده خبري غونډه کې دغه راز وويل، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ د څلورو مهمو لارو پر پرانيستلو کار کوي.
هغه هيله څرګنده کړه، چې پاکستان به د افغان شخړې په هواري او د جګړې په پاى ته رسولو کې خپل مهم رول ولوبوي.
نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې افغان جګړه سياسي هواري ته اړتيا لري.
د پاکستان د ملي امنيت له سلاکار سرتاج عزيز سره په ياده خبري غونډه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري وويل، چې د پاکستان ثبات د افغانستان له ثبات سره تړلى دى.
هغه زياته کړه، چې امريکا د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان هلو ځلو ته په درنښت ګوري.
د پاکستان د ملي امنيت سلاکار وويل، چې هېواد به يې له افغانستان څخه د وتلو پر مهال له امريکا سره مرسته وکړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن