ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانيو ارزښت زيات شوى

د افغانيو ارزښت زيات شوى

کابل (پژواک ١٠ زمرى ٩٢): په کابل ښار کې نن  دتېرې پنجشنبې په پرتله د افغانيو ارزښت د ډالرو پر وړاندې زيات شوى، خو د سرو زرو بيه ټيټه شوې ده.

د زاړه مکروريانو د تېلو ټانک مدير فروتن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تېرې پنجشنبې په پرتله د يو لېتر پټرولو بيه له ٥٨ څخه ٦٠ افغانيو ته او ډېزل له ٦٣ څخه ٦٤ ته افغانيو ته پورته شوي دي.

نوموړي د تېلو د بيو د لوړېدو لامل د تېلو په وارداتو کې کموالى وښود.

خو په ده افغانانو کې يوه ګاز پلورونکي وليد پژواک ته وويل،  چې يو کيلو ګاز د تېرې اونۍ په څېر په ٥٠ افغانيو پلوري.

د لومړنيو توکو بيې له څه بدلون پرته پر خپل حال پاتې دي.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو د اتحاديې مشر فضل الرحمن وايي، چې نن د تېرې  پنجشنبې په څېر د ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه سېله پاکستانۍ وريجو عمده پلور په ١٧٠٠افغانۍ، ٥٠ کيلويي پاکستانۍ بوره هم په ١٧٠٠ افغانۍ پلورل کېږي.

خو د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، چې د ٤٩ کيلوګرامه په وزن د پاکستاني اوړو بيه له ١٢٢٠ څخه ١٢٠٠ ته راټيټه شوې ده.

هغه زياته کړه، چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر په عمده ډول پنځه لېتره مومن غوړي په ٤٠٠ افغانيو، يو کيلو اندونيزيايي شين چاى په ١٧٥افغانيو او يو کيلو افريقايي تور چاى په ٢١٠ افغانيو پلوري.

د ځينو لومړنيو توکو پرجو پلور په ځينو کې کم او په ځينو کې بيا ډېر بدلون لري.

د کابل د درېيمې کارتې يوه هټۍ وال وويل، چې نن ٥٠ کيلو بوره په ١٩٥٠ افغانۍ، ٤٩ کيلو پاکستاني اوړه په ١٢٨٠افغانۍ، ٢٤کيلو سېله پاکستانۍ وريجي په ٢٢٠٠افغانۍ، پنځه لېتره مومن غوړي په ٤٦٠ افغانۍ، يوه کيلو افريقايي تور  چاى په ٢٧٠ افغانۍ او يو کيلو اندونيزيايي شين چاى په ٢٣٠ افغانۍ خرڅوي.

د سرو زرو بيه ټيټه شوې ده.

د کابل ښار د لېسې مريم بازار يو له سروزرو پلورنکو عبد البصير وويل، چې نسبت تېرې پنجشنبې ته د يو ګرام عربي سره زر له ٢٢٠٠ څخه ٢١٠٠ افغاني او يو ګرام ايراني سره زر له ١٨٠٠څخه ١٧٥٠ افغانيو ته را ټيټ شوي دي.

هغه وويل، د سرو زرو بيه په افغانستان کې د نړيوالو بازارونو له بيو سره تړاو لري.

د يو امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٥٦،١٠ افغانۍ  او د زر پاکستانۍ کلدارې ٥٤٦ افغانۍ کيږي.

تېره پنجشنبې د يو امريکايي ډالر د اخيستولو ارزښت ٥٧ افغانۍ وو او زر پاکستانۍ کلدارې په ٥٤٥ افغانۍ اخيستل کېدې.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل د سراى شهزاده يو تن صراف  امين شهزاده پژواک ته وويل ، چې د کوچني اختر د رانږدې کېدو تر څنګ، د ډالر عرضه د افغانيو پر وړاندې زياته شوې، د خصوصي بانکونو څخه پرته، مرکزي بانک هم ٦٠ ميليونه ډالر بازار ته وړاندې کړي او په بدل کې يې افغاني بانک نوټونه را ټول کړي دي .

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.