ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بېلابېلو پېښو کې ١١ تنه ووژل شول

په بېلابېلو پېښو کې ١١ تنه ووژل شول

author avatar
1 Aug 2013 - 12:28
په بېلابېلو پېښو کې ١١ تنه ووژل شول
author avatar
1 Aug 2013 - 12:28

جلال اباد-ښرنه (پژواک، ١٠ زمرى ٩٢): چارواکي وايي، چې په ننګرهار او پکتيکا ولايتونو کې د ځينو امنيتي پېښو پر مهال ١١ تنه وژل شوي او ٩ نور ټپيان دي.

د ننګرهار د شېرازدو ولسوال انجنير شکرالله دراني د زمري په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره ورځ ماسپښين مهال د شېرزادو د منه خېلو کلى د بهرنيو او کورنيو وسله والو له لوري کلابند شوى و.

ده زياته کړه: ((يو شمېر وزيرستاني او کورني طالبان راغلي وو او پر دغه کلي يې جګړه پيل کړې وه.))

د ولسوال په وينا، محاصرې تر نن غرمې يوولسو بجو دوام وکړ، چې د امنيتي ځواکونو د ملاتړ په پايله  کې پاى ته ورسېده.

دى وايي، په نښته کې اته بهرني او کورني وسله وال وژل شوي او د يوه قومي مشر زوى هم وژل شوى دى.

ولسوال وويل: ((د قومي مشر زوى اول ټپي و، وروسته يې روغتون ته په لاره د وسله والو له لوري وژل شوى دى. ))

د سيمې اوسېدونکى رفيق وايي، په نښته کې له شلو زياتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او د څو تنو جسدونه هم په سيمه کې پاتې شوي دي.

ده وويل: ((د وسله والو هدف يو قومي مشر و، خو د جګړې په نتيجه کې ډېر وسله وال ووژل شول.))

د ده په وينا، د کلي د محاصرې لپاره ٥٠٠ وسله وال راغلي وو، خو خلکو يې په مقابل کې کلک غبرګون وښود او تر نن يوولسو بجې پورې يې ورسره جګړه وکړه.

دغه راز د پکتيکا په اومنې ولسوالۍ کې چاودنې دوه پوليس او يو د محبس کار کوونکى ټپيان کړي دي.

په ارګون کې له جنايي پېښو سره د مبارزې مدير وايي،چې نن سهار د دې ولسوالۍ د باليشو د ښوونځي د يو زده کوونکي په بکس کې چاوديدونکي توکې وموندل شول، کله چې پوليسو غوښتل دغه توکي له بکس څخه راوباسي،چې پرې وچاودېدل.

د ارګون د روغتون سر طبيب ډاکټر رحيم شاه وايي ،چې درې ټپي پوليس  روغتون ته ور وړل شوي، چې د يوه روغتيايي حالت نازک دى.

ډاکټر رحيم شاه وايي، چې نن سهار د ارګون په علي خېلو کې په ترافيکې پېښه کې يو ماشوم مړ او څلور تنه ټپيان شوي دي.

نوموړى وايي، چې د ترافيکې پېښې د ټپيانو روغتيايي حالت په ښه کېدو دى.

دغه راز د پکتيکا په اومنه ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله يو ماشوم وژل شوى او دوه ټپيان دي.

د پېښې يو تن عيني شاهد داد محمد ناوک وايي،چې ماشومانو په ناپوهيدلي ډول د هاوان په مرمۍ لوبې کولې،چې پرې وچاودېدله.

ناوک زياتوي،چې ماشومان د لس او پنځلس کلونو تر منځ عمرونه لري او ټپي شوي ماشومان د درمنلې لپاره د ښرنې مرکزي روغتون لېږدول شوي دي.

د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ هم وايي،چې ماشومانو د هاوان په سرګلوله د لوبو د سامان ګومان کړى و،چې د چاودنې له امله يو ماشوم  وژل شوى او دوه ټپيان شول.

د ننګرهار او پکتيکا د پېښو په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.