ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې د قضاياوو د ثبت سيستم فعال شو

په خوست کې د قضاياوو د ثبت سيستم فعال شو

author avatar
1 Aug 2013 - 14:54
په خوست کې د قضاياوو د ثبت سيستم فعال شو
author avatar
1 Aug 2013 - 14:54

خوست ( پژواک ١٠ زمرى ٩٢) : د خوست ولايت د استيناف محکمې په رياست کې د قضاياوو د ثبت سيستم پرانېستل شو.

خوست والي عبدالجبار نعيمي پژواک اژانس ته وويل، چې د امريکا د قضايي او عدلي ارګانونو څخه د ملاتړ پرواګرام(JSSP) له لوري د خوست په ټولو عدلي او قضايي ارګانونو کې د قضاياوو د ثبت سيستم فعال شو.

هغه زياته کړه، په دې سره به عدلي او قضايي ارګانونه وکولی شي، ټولې هغه پېښې، چې دوى ته راځي په ښه صورت ثبت او څېړنه يې وکړي.

د والي په خبره، د دغه سيستم له فعاليدو وروسته به هيڅکله داسې پېښه نشي، چې د چا دوسيه لاردکه او يا په کې کمى او زياتی وشي.

 د خوست د استيناف محکمې رييس عبدالطواف پژواک اژانس ته وويل، د قضاياوو د ثبت سيستم ، چې په کمپيوټر او انټرنټ سمبال دی ، د خوست په دوولسو قضايي او عدلي ارګانونو کې فعال شو.

نوموړى وايي، له دې سره به له يوې خوا د مجرمينو دوسيې ثبت کيږي او له بلې خوا به ټول ارګانونه وکولی شي د اړتيا پر مهال په خوست او د افغانستان په اړوند ادارو کې دغه دوسيې وګوري.

هغه زياته کړه، هيڅ مجال نشته، چې له دې وروسته دې کوم بې ګناه تن زندان ته لاړ شي او يا دې مجرم د پيسو او واسطو په مرسته له زندانه خوشې شي.

د خوست څارنوالۍ رييس شعيب وويل، د قضاياو د ثبت سيستم په فعاليدو سره به د دغه ولايت په عدلي او قضايي ارګانونو کې ټول هغه فساد له منځه ولاړ شي، چې دا مهال شتون لري.

شعيب زياته کړه، چې په دې سره به د يوه مجرم دوسيه له لومړي سره  بيا تر وروستيو پورې  په ټولو ادارو کې تعقيبږي او په اړه به يې پرېکړه کيږي.

په حقوقي چارو کې د خوست والي سلاکار او د ياد پروګرام مسوول محمد نعيم دولتزي پژواک اژانس ته وويل ، د امريکا د قضايي ارګانونو څخه د ملاتړ پروګرام څانګه غواړي، چې د خوست په ۱۲ عدلي او قضايي ادارو کې د قضاياوو د ثبت سيستم فعال کړي.

هغه زياته کړه، کار پيل شوى ، چې له مخې به يې ټولې ادارې په نوي او عصري ډول د انټرنټ په مټ يو له بل سره وتړل شي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.