ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې ځانمرګي بريد ٩ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

پکتيکا کې ځانمرګي بريد ٩ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
1 Aug 2013 - 13:59
پکتيکا کې ځانمرګي بريد ٩ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
1 Aug 2013 - 13:59

 ښرنه (پژواک ١٠ زمرى ٩٢) : د پکتيکا د کټواز سيمې د جاني خېلو په ولسوالۍ کې ځانمرګي بريد يو تن وژلى او اته تنه نور يې ټپيان کړي دي.

د پکتيکا ولايت د رسنيو له دفتره پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پرون ماښام د روژه ماتي پر مهال يو تن پر ځان پورې تړلو چاودېدونکو ته د بازار په منځ کې چاودنه ورکړه.

خبرپاڼه کاږي، په چاودنه کې يو ملکي وګړى وژل شوى او د يوه ماشوم په ګډون اته ملکي وګړي ټپيان شول.

خبرپاڼه زياتوي،د پېښې ټپيان د ښرنې مرکزي روغتون ته لېږدل شوي او ډاکټرانو يې روغتيايي حالت سم ښودلى دى،دغه راز چاودنې دوه دوکانونه هم زيانمن کړي دي.

سرچينه کاږي، د پکتيکا والي محب الله صميم  په عامه ځايونو کې د ماينونو خښول او په ملکي وګړو بريدونه يې ظالمانه بللي او د جاني خېلو چاودنه يې غندلې ده.

خپر پاڼه د والي له خولې ليکي،چې د دولت وسله وال مخالفين پر عامو خلکو هم رحم نه کوي او په ولس کې له وېرې خپرولو پرته بل هدف نه لري.

 په دې وروستيو کې په بازارونو او ښارونو کې د روژه ماتي پر مهال د ماين چاودنې او ځانمرګي بريدونه زيات شوي،چې له امله يې ډيرى زيان ملکي وګړو ته اوښتى.

د وروستۍ پېښې په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.