جلال اباد (پژواک ١٢ زمرى ٩٢): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د کپتان نبي عيسى خېل پلار د تښتوونکو له بنده راخلاص شو.
د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي د زمري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کرکټ د ملي لوبډلې د کپتان محمدنبي عيسى خېل پلار حاجي خوبى چې شاوخوا دوه نيمې مياشتې وړاندې د بهسودو ولسوالۍ له سراچې سيمې ناپېژانده وسله والو تښتولى و، راخلاص او له خپلې کورنۍ سره يوځاى شوى دى.
هغه زياته کړه، چې ملي امنيت د حاجي خوبي د تښتونې په تور دوه تنه نيولي وو، چې له هغو د څېړنو په پايله کې نوموړى راخوشى شو.
ده وويل: ((د دغه سړي په خوشې کولو کې پيسې نه دي اخيستل شوې او نه هم کومه بله معامله شوې ده.))
د ننګرهار والي زياتوي، چې د نبي عيسى خېل پلار د تښتونکو له لوري د پولې اخو تېرا ته لېږدول شوى و، چې د دوى د نيول شوو ملګرو د تحقيقاتو په نتيجه کې يې ټول پلانونه روښانه شول.
والي وايي: ((کله چې دا دوه تنه ونيول شول، نو پر ډلې يې فشار راغى او ملي امنيت حاجي خوبى راخلاص کړ. ))
د ننګرهار د والي په وينا، د نبي عيسى خېل پلار تېره شپه له تيرا څخه د اچين ولسوالۍ ته رانتقال شوى او وروسته د امنيتي ځواکونو له لوري د ولايت مقام ته راانتقال شو چې نن خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
د نبي عيسى خېل مشر ورور حاجي محمد امين پژواک اژانس ته له امنيتي ادارو خوښي څرګنده کړه او د پلار په خلاصون کې يې د امنيتي ادارو ونډه ډېره مهمه وبلله.
هغه زياته کړه: ((زه ډېر خوشحاله يم چې زما پلار د امنيتي ځواکونو په مرسته راخوشى شو.))
؛نوموړى هم تاييدوي چې د پلار په خلاصون کې يې د پيسو معامله نه ده شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ هم د نبي عيسى خېل د پلار خوشې کېدل تاييد کړي دي.
ياده دې وي چې څه موده وړاندې په ننګرهار کې يو پيلوټ هم د ناپيژانده وسلوالو له لورې تښتول شوى و، چې د امنيتي ادارو په مرسته بيرته راخوشې او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن