ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا جلال اباد کې د هند پر قونسلګرۍ بريد وغانده

امريکا جلال اباد کې د هند پر قونسلګرۍ بريد وغانده

کابل (پژواک ١٣ زمرى ٩٢): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت او په کابل کې د امريکا د متحدو ايالتونو سفارت په جلال اباد ښار کې د هند په قونسلګرۍ د تېرې ورځې بريد په کلکه غندلى دى.

د امنيتى چارواکو په وينا، په دغه ځانمرګي بريد کې نږدې اته ملکي وګړي ووژل شول او ٢٢ نور ټپيان وو.

په کابل کې د متحدو ايالتونو سفارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه بريد غندلى او د روژې په مبارکه مياشت کې يې د ملکي وګړو پر وژنه خواشيني څرګنده کړې ده.

سفارت د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره ويلي: “وېره اچوونکو يو ځل په خپلو بريدونو کې د ملګي وګړو ژوند ته خپله بې اعتنايي څرګنده کړه.”

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره دغه بريد غندلى دى.

په ياده خبرپاڼه کې د بهرنيو چارو د وزير زلمي رسول له قوله راغلي، چې بريدګر نه شي کولاى د داسې بريدونو په پلانولو د هند او افغانستان دوستانه اړيکې زيانمنې کړي.

د بهرنيو چارو  وزير ويلي، چې وسله والو مخالفينو په دغو بريدونو کې د بې ګناه ملکي وګړو له وينې تويېدو پرته بله لاسته راوړنه نه لري.

د هند د بهرنيو چارو وزارت هم دغه بريد غندلى او ويلي يې دي، چې د تېرې ورځې بريد د افغانستان له پولو بهر پلان شوى و.

ياد وزرات همدارنګه د پېښې د قربانيانو کورنيو ته د ډاډګېرنې په ورکولو څرګنده کړې، چې له افغانستان سره به خپلو همکاريو ته ادامه ورکړي.

د دغه بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.