جلال اباد (پژواک ١٣ زمرى ٩٢): په جلال اباد ښار کې اور لګېدنې دوکاندارانو ته شاوخوا ٢٥ ميليونه افغانۍ زيان اړولى دى.
د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال پژواک اژانس ته وويل، چې د څپلکو او غالۍ پلورلو په مارکېټ کې اور لګېدنې لسګونه دوکانونه سوځولي دي.
هغه زياتوي، د زيان کچې معلومولو لپاره يې يو اته کسيز پلاوى ټاکلى، چې تر دې مهاله يې ٢٥ ميليونه افغانۍ زيان اټکل کړى دى.
د نوموړي په خبره، چې لا هم اور په بشپړه توګه نه دى مړ شوى او پلاوى د نور زيان په اړه څېړنه کوي.
د غالۍ پلورونکو د ټولنې مشر حاجي سعيد وايي، چې د مارکېټ په تکاوۍ کې لګېدلي اور د جامو، څپلکو او غالۍ پلورونکو لسګونه هټۍ سوځولې دي.
د ده په وينا، چې ټوليز زيان تر اوسه نه دى اټکل شوى، خو په اړه يې څېړنې پيل شوې دي.
د حاجي سعيد په خبره، اور د برېښنا د شارټي له امله لګېدلى او په ځينو دوکانونو کې لا هم اور بلېږي.
هغه وايي، اور په د مارکېټ په لاندني پوړ (تکاوۍ) کې لګېدلى، نو ځکه يې د مړه کېدو کار هم سخت کړى، د ګرمۍ او لوګي له امله لاندې څوک نه شي ورتلاى او د اطفائيي اوبه هم سمې نه ورته رسېږي.
دغه اور سهار ٩ بجې د جلال اباد ښار د څپلک پلورلو په کوڅه کې ولګېد او ښايي د اړولي زيان کچه يې ډېره وي.
Visits: 38
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن