مزارشريف ( پژواک ٤ زمرى ٩٢ ) : د بلخ ولايت امنيتي مسوولينو د کوچني اختر په شپو ورځو کې په دغه ولايت کې د ډاډمن امنيت ډاډ ورکړ.
د بلخ امنيه قوماندان مل پاسوال سالم احساس د زمري په ۱۴مه، په خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل، چې دوی د اختر د خوښيو د نمانځنې لپاره د ملي اردو او ملي امنيت سره په همغږۍ ځانګړی امنيتي پلان چمتو کړی، چې د عملي کېدو په درشل کې دی.
نوموړي زياته کړه، چې د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار او ولسواليو کې امنيتي حالات د کومې ځانګړې اندېښنې وړ نه دی.
د هغه په وينا، دغه ولايت څخه د شمال زون تېره شوې لويه لاره هم د امنيتي پوستو تر پوښښ لاندې ده، چې په پوره توګه امنيت ډاډمن دی.
مل پاسوال احساس وويل، چې په بلخ ولايت کې د دوی تر لاسه شويو معلوماتو پر بنسټ د ناامني د لوړې کچې ګواښ نه شته دی.
نوموړي زياته کړه، چې په بلخ، چمتال، چاربولک او شولګر ولسواليو کې د منځنۍ او ټيټې کچې د ګواښ امکانات شته، چې د اندېښنې وړ نه دي.
د هغه په وينا، په همدې ولسواليو کې يې يو شمېر کسان له وسلوالو طالبانو سره په تړاو د سړک د غاړې د ماينونو د خښولو او له ورته نورو لارو د سيمې د ناامنه کولو په تور نيولی، چې تحقيقات ترې کېږي.
امنيه قوماندان وويل، دښمن تل په دې هڅه کې وي، چې په ورته شپو ورځو کې سيمه ناامنه کړي؛ خو دوی به يې د افغان ځواکونو د همغږۍ او د عام ولس د ملاتړ له لارې مخنيوی کوي
نوموړي د اختر د شپو ورځو لپاره په عامو خلکو غږ وکړ، چې له امنيتي ځواکونو سره د خپلو سيمو د امنيت په خوندي ساتلو کې مرسته وکړي.
د بلخ ولايت اوسېدونکي هم په دغه ولايت کې د اختر د شپو ورځو لپاره د ګړنديو امنيتي هڅو غوښتنه کوي.
د مزارشريف اوسېدونکي محمد الله پژواک ته وويل، چې امنيتي ارګانونه دنده لري، چې د ځانګړو ورځو کې ځانګړې امنيتي تدابير ونيسي.
نوموړي زياته کړه، چې عامو خلکو تل د امنيتي پوليسو سره د سيمې په خوندي ساتلو کې مرسته کړې ده او له دې وروسته يې هم کوي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن