دوهم تعقيب: کندهار ښار (پژواک ١٤ زمرى ٩٢): څو شېبې مخکې د کندهار ښار په ګنج کې چاودنې ٤ کسان ووژل او ٢٢ تنه يې ټپيان کړل.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د زمري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار نهه نيمې بجې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د کندهار ښار لوېديځ ته د باغ پول سيمې د ګنج (د څارويو د خرڅلاو ځاى) په ساحه کې چاودنه شوې ده.
دى وايي، چې چاودېدونکي په يوه کراچۍ کې ځاى پر ځاى شوي وو او د رامنځته شوې چاودنې له امله يې څلور کسان وژل شوي او ٢٢ نور ژوبل دي.
په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن