ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ننګرهار د پوليسو په ليکو کې اصلاحات رامنځ ته کېږي”

“د ننګرهار د پوليسو په ليکو کې اصلاحات رامنځ ته کېږي”

author avatar
6 Aug 2013 - 12:09
“د ننګرهار د پوليسو په ليکو کې اصلاحات رامنځ ته کېږي”
author avatar
6 Aug 2013 - 12:09

کابل (پژواک ١٥ زمرى ٩٢): په ننګرهار ولايت کې د روانې اونۍ له چاودنو او ځانمرګو بريدونو وروسته د کورنيو چارو وزارت اعلان کړى، چې د دغه ولايت د پوليسو په مشرتابه کې ستونزې موجودې دي او ډېر ژر به په کې بدلونونه او اصلاحات رامنځ ته کړي.

د کورنيو چارو وزارت وياند غلام صديق صديقي د دغه مطلب په يادولو سره نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ننګرهار ولايت امنيتي وضعيت تر کلک غور لاندې دى.

هغه په دې اړه وويل، چې ننګرهار له سولې ډک ولايت دى او هميشه په کې سوله او امنيت خوندي وي او زياته يې کړه: “په دې وروستيو کې وسله والو مخالفينو هڅه کړې، چې په ورانکارو کړنو لاس پورې کړي، څو د دغه ولايت د ناامنۍ لامل شي او عامه ذهنونه مغشوش کړي.”

خو صديقي د ټينګو امنيتي تدابيرو د نيولو ډاډ ورکړ، چې دغه پلان به د دغه ولايت د امنيت د ټينګښت لپاره په نږدې راتلونکي کې پلى شي.

هغه زياته کړه: ” که هر ډول اقدام ته اړتيا وي، وبه شي.”

هغه د ياد ولايت په مهم والي يو ځل بيا ټينګار وکړ او ګواښ يې وکړ، چې امنيتي ځواکونه به هيڅ وخت چا ته اجازه ورنه کړي، څو وسله وال مخالفين د دغه ولايت په ناامنيو کې بريالي شي.

د کورنيو چارو وزارت وياند دغه راز وويل، چې پوليس د ټول هېواد ساتلو ته ژمن دي.

د صديقي د معلومات له مخې، له دغه وزارت څخه يو پلاوى د ملي پوليسو د پياوړتيا، وړتيا او د امنيتي وضعيت د څېړلو لپاره ننګرهار ته تللى دى.

نوموړي څرګنده کړه، هغه څېړنې چې تر اوسه په دې اړه شوي، د دې ښکارندويي کوي، چې د ياد ولايت په مشرتابه کې ستونزې شته.

د هغه بريد په پايله کې، چې درې ورځې وړاندې په جلال اباد کې د هند پر قونسلګرۍ تر سره شو، اته تنه وژل شوي او ٢٢ نور ټپيان شول، چې د دې پېښې ټول قربانيان د ماشومانو په ګډون ملکي وګړي وو.

همدارنګه دوه ورځې وړاندې په هغې چاودنه کې، چې د ننګرهار ولايت د قبايلو رياست ته نږدې د دغه ولايت د څارنوالۍ د رييس عبدالقيوم پر موټر وشوه، په کې ١٦ کسان ټپيان شول او په نننۍ چاودنه کې هم، چې د پوليسو په يوه رينجر موټر باندې د جلال اباد ښار په تلاشۍ څلورلارې کې ترسره شوه، يو ماشوم وژل شوى او درې تنه نور يې ټپيان کړي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.