کابل ( پژواک ١٥ زمرى ٩٢ ) : د طالبانو مشر ملا محمد عمر د کوچني اختر په پيغام کې د افغانستان تجزيه رد کړې او ويلي يې دي، چې د بهرنيانو تر وتلو وروسته پر افغان شموله تفاهم باولري .
د نوموړي د اختر پيغام يوه کاپي د طالبانو ديوه وياند قاري يوسف احمدي له خوا د زمري په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
هغه په دې پيغام کې ټولو افغانانو ته د عباداتو دقبلېدو ترڅنګ د اختر مبارکي او خپلو طالبانو ته يې د جګړې په ډګر کې پر برياوو مبارکي ورکړې ده.
ملا عمر د روان کال د خالد بن وليد د عملياتو يادونه کړې او ادعا يې کړې، چې په برياليتوب سره روان دي او خپل مخالفين يې له ماتې سره مخ کړي دي.
هغه په دې پيغام کې زياته کړې : (( همدا اوس هيواد له ډير حساس پړاو څخه تيريږي او په دې خبره باور لرو ، چې يواځې يو اسلامي، عادلانه، خپلواک او افغان شموله نظام کولای شي، زموږ د هېوادوالو دنيکمرغۍ او هوساينې لامل شي.))
د طالبانو مشر ملا محمد عمر په دې پيغام کې د افغانستان له تجزيې او وېشلو سره کلک مخالفت ښودلى او زياته کړې يې ده، چې د ولس په ملاتړ به هېچاته اجازه ورنکړي ، چې د هېواد د تجزيې په شوم پلان کې کامياب او هيواد دسمتونو يا قومونو په نوم ووېشي.
هغه د راتلونکي کال له ولسمشريزو ټولټاکنو سره يو ځل بيا مخالفت ښودلى او له خلکو يې غوښتي ، چې په دې کې برخه وانخلي.
نوموړي ويلي، چې اسلامي نظام او بشپړ استقلال هغه ارزښتونه دي، چې پرې له هېچا سره معاملې ته حاضر نه دي ، ځکه چې افغانانو په پخواني او معاصر تاريخ کې دهمدې دوو ارزښتونو لپاره سترې قربانۍ ورکړې دي.
ملا عمر وايي ، چې د داخلي نظام دسمبالښت ، بيارغونې او ددې لپاره چې د بهرنيانو په مرستو تکيه ونه شي، ځوانان بايد د ديني زده کړو ترڅنګ په عصري علومو سمبال شي، ځکه چې دده په وينا، عصري علوم په اوسني عصر کې د هرې ټولنې لپاره اساسي اړتيا ده.
هغه د واکمنۍ په اړه وايي : (( زه يوځل بياوايم ، چې د واک د انحصار تصور له موږ سره نشته، په ګډو هلو ځلو به په ګډه سره د خپل وطن خدمت کوو.))
د طالبانو مشر د بهرنۍ تګلارې په اړه ويلي، چې دوى چاته زيان نه رسوي او نه هم چا ته اجازه ور کوي ، چې دافغانستان له خاورې بل چا ته ضرر ورسوي او نه د چا ضرر زغملای شي.
د نوموړي په وينا، افغانستان ته د يوه خپلواک اسلامي هېوادپه توګه له نړيوالو او ګاونډيانو سره د مقابل احترام اړيکې غواړي.
نړيوالو سره د طالبانو د خبرو په اړه ملا عمر وايي، چې د سياسي دفتر له لارې دا خبرې د بهرنيو ځواکونو د وتلو په موخه دي .
په قطر کې د طالبانو ددفتر په اړه ملا عمر ويلي، چې له دفتر څخه معلومه شوه، چې طالبان خپلواک او ثابت دريځ لري، خو پر بهرنيانو يې نيوکه کړې ، چې د ستونزو د ختمولو پر وړاندې په بېلابېلو پلمو خنډونه رامنځته کوي.
د طالبانو مشر په دغه پيغام کې زياته کړې، چې دوى د قدرت انحصار نه غواړي او د بهرنيانو تر وتلو وروسته د يوه افغان شموله حکومت لپاره له افغانانو سره په تفاهم باور لري.
هغه زياته کړې : ((د افغانانو تر منځ تفاهم به ستونزې ونه لري؛ ځکه چې د مشترکو اصولو او کولتور له وجې په خپلو کې ښه سره پوهېږي.))
د نړيوالو بشري مرستندويه ادارو په اړه ملا عمر ويلي ، که چېرې له استخباراتي کړيو سره اړيکې ونه لري، نو کولى شي د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې د روغتيا ، کډوالو او خوړو رسولو په برخو کې فعاليت وکړي.
ملا عمر خپلو طالبانو ته ويلي، چې د خلکو د ځورونو مخه ونيسي، د ملکي تلفاتو دمخنيوي په برخه کې دې لازياتې هڅې وکړي .
هغه زياته کړې، چې ډېرى ملکي تلفات ددوى د مخالفينو له خوا اوړي، خو که چېرې کوم طالب په دې کې لاس درلود، دوى به يې محاکمه کوي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن