ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اختر ته کلک امنيتي تدابير نيول شوي

اختر ته کلک امنيتي تدابير نيول شوي

author avatar
7 Aug 2013 - 11:32
اختر ته کلک امنيتي تدابير نيول شوي
author avatar
7 Aug 2013 - 11:32

کابل (پژواک ١٦ زمرى ٩٢): د کورنيو چارو وزارت د اختر په ورځو کې په ټول هېواد کې د امنيتي تدابيرو خبر ورکوي او وايي، چې کشفي او امنيتي ارګانونو د اختر په ورځو کې د وسله والو د احتمالي بريدونو د مخنيوي لپاره خپلې هڅې زياتې کړې دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند غلام صديق صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې امنيتي ځواکونو په ځانګړي ډول پوليسو د اختر په ورځو کې لومړۍ درجه احضارات نيولي او د امنيت لپاره په ټول هېواد کې ځانګړي امنيتي پلانونه لري.

هغه وويل، چې امنيتي ځواکونه د خلکو د ښه امنيت نيولو لپاره د اختر په ټولو ورځو کې د مرکز او ولايتونو په هره برخه، واټونو، ميله ځايونو او له ګڼې ګوڼې په ډکو ساحو کې شتون لري.

د کورنيو چارو وزارت وويل، چې ملي پوليس شپه او ورځ هڅه کوي، چې د خلکو لپاره د اختر لمانځي خوندي چاپېريال  رامنځته او امنيت په پوره ډول خوندي کړي.

د صديقي په خبره، کشفي او استخباراتي بنسټونو خپلې هڅې پراخه کړي، څو د وسله والو هر ډول احتمالي پلانونه شنډ کړي.

هغه له خلکو وغوښتل، چې د ناوړه پېښو د ليدلو پر مهال دې ملي پوليس او نور امنيتي ځواکونه خبر کړي.

د کورنيو چارو وزارت وياند له کورنيو وغوښتل، چې خپل ماشومان د عامه اذهانو د خونديتوب په موخه د پټاقيو له چوولو منع کړي.

عام خلک هم له امنيتي ارګانونو غواړي، چې اختر لمانځلو لپاره دې سخت امنيتي تدابير ونيسي او وسله وال مخالفين دې ورانکارو کړنو ته نه پرېږدي.

د کابل د خيرخانې اوسېدونکي  جمشيد پژواک ته وويل، چې په ښار کې امنيت ښه دى، امنيتي ځواکونه په دې برخه کې هلې ځلې کوي، خو د اختر په ورځو کې بايد خپلې هڅې څو چنده کړي.

هغه زياته کړه: ((ممکن طالبان د اختر په ورځو کې د خلکو د وېرولو لپاره بريدونه او ويجاړونکي عمليات وکړي، خو اړينه ده چې د امنيتي او کشفي ارګانونو له خوا شنډ شي.))

دغه ځوان له ښکېلو اړخونو وغوښتل، چې د اختر په درناوي دې له تاوتريخوالي او جګړو لاس واخلي، څو خلک په خوښۍ سره خپل اختر ولمانځي.

د بلخ په ګډون د هېواد په نورو ولايتونو کې هم امنيتي تدابير نيول شوي دي.

د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف اوسېدونکى محمدالله وايي، د امنيتي ځواکونو دنده ده، چې په ځانګړو ورځو کې د خلکو د امنيت لپاره ځانګړي تدابير ونيسي.

هغه وويل، چې د مزارشريف اوسېدونکي هر وخت له امنيتي ارګانونو سره په امنيت ساتلو کې مرسته کوي او وروسته له دې به هم همکاري وکړي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.