واشنګټن (پژواک ١٦ زمرى ٩٢): امريکا د طالبانو د مشر ملا عمر له پرونيو ځينو څرګندونو سره موافقه کړې، خو د جګړې د ګټلو په اړه يې د هغه ادعا رد کړې ده.
د طالبانو مشر ملا محمد عمر پرون د کوچني اختر په پيغام کې ادعا کړې وه، چې په روانه جګړه کې بريالي دي.
نوموړي دغه راز ويلي وو، چې د افغانستان له خاورې پر بل چا د بريدونو او زيان رسولو به چا ته اجازه ورنه کړي او د بهرنيانو تر وتلو وروسته به د قدرت پر انحصار ټينګار نه کوي.
امريکا د ملا عمر له پرونيو ځينو څرګندونو سره موافقه کړې، خو د جګړې د ګټو ادعا يې رد کړې ده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويانده جين پساکي پرون په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل، چې امريکا د جګړې د ګټلو په اړه د ملا عمر له ادعا سره موافقه نه ده.
خو هغې زياته کړه، چې د امريکا د ملا عمر له دغو څرګندونو سره موافقه کوي، چې هغه د بين الافغاني تفاهم او د واک د نه انحصار خبره کړې ده.
د بهرنيو چارو وزارت وياندې وويل، چې د همدې موخه لپاره امريکا له ډېرې مودې راهيسې کار کوي.
نوموړې ويلي، دوى د ملا عمر بشپړ پيغام ترلاسه کړى او لوستى دى چې هغه په کې له افغانانو په ټاکنو کې د ونډې نه اخيستو غوښتنه کړې ده.
خو جين سپاکي وويل، چې امريکا په افغانستان کې نه يواځې د ازادو، رڼو او عادلانه ټولټاکنو ملاتړ کوي، بلکې په دې برخه کې تخنيکي مرستې هم کوي.
د هغې په وينا، امريکا له ټولو افغانانو غواړي چې د راتلونکي کال په ټولټاکنو کې ونډه واخلي او دا ديموکراتيکه پروسه بريالۍ کړي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن