ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د رايې ورکولو مرکزونو امنيت به خوندي وي”

“د رايې ورکولو مرکزونو امنيت به خوندي وي”

author avatar
7 Aug 2013 - 14:16
“د رايې ورکولو مرکزونو امنيت به خوندي وي”
author avatar
7 Aug 2013 - 14:16

کابل (پژواک ١٦ اسد ٩٢): دکورنيو چاروزارت د ټاکنوپر وړاندې د امنيتي ګواښونو پر له منځه وړو ټينګار کوي او وايي، چې د ٢٥٩ مرکزونو د امنيت نه خونديتوب به د ټاکنو پر ټوليزې پروسې ستراتيژيک اغېز ونه ښندي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې د رايې اچونې د ٧ زرو مرکزونو لېست ترتيب او کورنيو چارو وزارت ته يې وسپاره او له امنيتي ځواکونو يې وغوښتل، چې په دې برخه کې پراخ امنيتي پلانونه تر لاس لاندې ونيسي.

خو د کورنيو چارو وزارت تېره اونۍ د ټاکنو د امنيتي تدابيرو پلان د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته وسپاره، چې په هغه کې ٦٨٤٥ د رايې اچونې مرکزونو د امنيت د ټينګښت ډاډ ورکړل شوى دى.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشاء مشر ضياءالحق امرخېل نن پژواک خبري اژانس ته وويل، د امنيتي چارواکو له پنځه مياشتنۍ ارزيابۍ وروسته ورته په ډاګه شوې، چې د ٦٨٤٥ مرکزونو له ډلې ٢٥٩ يې تر سخت ګواښ لاندې او مخالفين په کې واکمن دي.

د ده په وينا، ياد مرکزونه په کونړ، نورستان، کاپيسا، ميدان وردګو، پروان، سرپل، زابل، بدخشان، هلمند، غزني، هرات او فراه ولايتونو کې شتون لري.

خو ده غوښتنه وکړه، چې امنيتي ارګانونه دې د يادو تر ګواښ لاندې مرکزونو د شمېر په راکمولو کې کوښښ وکړي او هغوى امنيت دې ټينګ کړي.

امرخېل وايي: “د ټاکنو يو مهم اصل سراسريتوب دى، نو که دا غواړو بايد د نا امنۍ په نوم څوک محروم نه شي، امنيت بايد تامين شي، ان د کابل ځينې ولسوالۍ امنيت نه لري؛ که د ټول کال لپاره امنيت نه شي ټينګولى، نو حد اقل د يوې دوو اونيو لپاره دې امنيت ټينګ کړي.))

د کورنيو چارو وزارت وياند غلام صديق صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((کوم فرصت چې تر راتلونکي کال پورې موجود دى؛ تر هغه وخت به کوښښ وشي تر څو ياد ګواښونه له منځ ولاړ شي.))

د نوم ليکنې لومړى پړاو د ولايتونو په مرکزونو کې د غبرګولي په پنځمه پيل او دويم پړاو يې هم د زمري په ٥مه  د هېواد په ټولو ولسواليو کې رسماً پيل شوى دى.

ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه په ټول هېواد کې ترسره شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.