ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په افغانستان کې د هند نفوذ دومره د اندېښنې نه ده، چې پاکستان يې ادعا کوي”

“په افغانستان کې د هند نفوذ دومره د اندېښنې نه ده، چې پاکستان يې ادعا کوي”

author avatar
8 Aug 2013 - 13:28
“په افغانستان کې د هند نفوذ دومره د اندېښنې نه ده، چې پاکستان يې ادعا کوي”
author avatar
8 Aug 2013 - 13:28

کابل ( پژواک ١٧ زمرى ٩٢ ) : د امريکا ځانګړي استازي  په افغانستان کې د هند د نفوذپه اړه د پاکستان اندېښنه نه ردوي، خو وايي، دومره هم نه ده، څومره چې پاکستان ادعا کوي.

جيمز ډوبينز دغه څرګندونې بي بي سي سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړې دي چې نن د زمري په ١٧مه، خپره شوې ده.

هغه په افغانستان کې د هند د نفوز په اړه دپاکستان تشويش نه ردوي، خو زياتوي چې دومره هم د اندېښنې خبره نه ده، څومره چې په پاکستان يې په اړه ادعا کوي.

پاکستان بار بار ادعا کړې چې هند دافغانستان له لارې ددوى په  خاوره کې لاسوهنه  کوي او په ځانګړې توګه په جلال اباد او کندهار ښارونو کې يې د هند د کونسلګريو پر شتون يې اعتراض کړى دى.

پاکستان دا ادعا کوي چې ددې کونسلګرو له لاريو هندوستان په بلوچستان او نورو سرحدي سيمو کې امنيتي ستونزې پيدا کوي ، خو هند او افغانستان تل دغه تورونه رد کړي دي.

خو بي بي سي په مرکه کې افغانستان او پاکستان لپاره دامريکا ځانګړي استازي دا هم ويلي چې له پاکستان څخه ګڼ شمېر وسلوال او سخت دريځي افغانستان ته د ورانکارۍ لپاره ځي.

ډوبينز زياته کړه : (( له دې لوري څخه هم ځينې وسلوال د پاکستان خاورې ته د ورانکارۍ لپاره ځي، په دې اړه دپاکستان تشويش ډېر بې ځايه دى، خو دومره هم نه دى، څومره چې هغوى ادعا کوي.))

د نوموړي په وينا، هند او افغانستان پخوانۍ پياوړې اړيکې لري او دې اړيکو ته په کتلو سره په کندهار او جلال اباد کې د هند د کونسلګرو شتون تيروتنه نه ده.

ډوبينز ويلي چې هندوستان دافغانستان په بيارغونه کې تر دوو ميلياردو ډالرو زياته مرسته کړې او يادې کونسلګرۍ د همدې پروژو د تطبيق لپاره کار کوي.

هغه زياتوي چې د پاکستان له خاورې پر افغانستان د بريد کوونکو وسلوالو په اړه يې له پاکستاني چاروکو سره خبرې کړې دي.

ډوبينز وايي : ((افغان وسلوال چې په کومې ازادۍ سره په پاکستان کې مېشت دي، دا د اندېښنې وړ خبره ده.))

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې تېره اونۍ يې اسلام اباد او کابل ته سفرونه کړي دي.

افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو دوتلو په اړه ډوبينز ويلي : (( که چېرې کابل وغواړي نو يو امريکايى به هم هلته پاتې نه شي.))

خو هغه زياته کړې چې افغانستان نړيوالو ځواکونو شتون ته اړتيا لري او امريکا ورسره ژمنه کړې چې هلته به يې سرتېري پاتې کېږي.

د امريکا ځانګړي استازي هيله څرګنده کړې چې په راتلونکو دريو مياشتو کې به له طالبانو سره يو ځل بيا خبرې پيل شي .

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.