ميمنه (پژواک،١٨زمرى٩٢): د فارياب ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې، د پوليسو پر رېنجر د سړک د غاړې ماين په چاودنه کې څلور پوليس ووژل شول.
د دولت اباد ولسوال سيد عبدالسلام نزهت، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پېښه تېر ماښام رامنځته شوې او په وژل شويو پوليسو کې د دولت اباد د پوليسو د ټولي قوماندان هم شامل دى.
نزهت وايي، چې د پوليسو موټر د ميمنې-جوزجان پر لويه لاره د پوليسو دوو پوستو ته اکمالات وروړل، چې په سيمه کې د وسله والو مخالفينو د ماين ښکار شو .
په سيمه کې يوې امنيتي سرچينې د وژل شوي قوماندان نوم خال محمد وښوده او ويې ويل، چې په دې وروستيو کې يې په قيصار او پښتونکوټ ولسواليو په عملياتو برخه لرله.
دولت اباد د ميمنې ښار د شمال ختيځ په ٦٢ کيلومترۍ کې له نا امنه ولسواليو څخه دى ،چې وسله وال مخالفين پکې فعال دى.
په تېرو دوو اونيو کې په دې ولسوالۍ کې مخالفينو د ميمنې – جوزجان لويه لاره دوه ځلې وتړله او همداراز يې د وارداتي برق څلور پايې هم په ماينونو والوځولې.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن